ایکنانیوز راپور راکوي،د لمانځه د یودیرشمې عمومی غونډې تیره اونۍ د ایران د شمالی خراسان ولایت په مرکز بجنور ښار کې ترسره شوه او ددغې غونډې پایزې دستورې هم د مرغومې د میاشتې په پنځةه نیټه مازدیګر د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له وینا سره یو ځاي وې.
قرآن نړیوال خبری آژانس (ایکنا) د لمانځه د یو دیرشمې عمومی غونډې کې د لمانځه د اقامه کیدا په دودولو کې د هیواد د لابرلاسه رسانۍ په توګه معرفي شو.
په همدې خاطر د لمانځه د اقامې د کمیټې دعمومي اړیکو مدیر حامد صالحي او ورسره څو نورو ملګرو په ایکنا خبري آژانس دفتر کې شتون درلود او د ایکنا له عمومي مدیرد هیواد د پوهنتونوالو د قرآني ادارې مشر جلیل بیت مشعلي سره په کتنې سره د لمانځه د اقامه کولو د کلتر د دودیدا په زمینې کې ددغه خبری آژانس له فعالیتونو څخه د رهبرۍ د ستر ماقم د ګوتې (انګشتري)د ډالۍ کولو او د ستاین لیک په ډالۍ کولو سره قدرونه او ستاینه وکړه.
په دغه ستاین لیک کې د حجت الاسلام محسن قرائتي په لاسلیک سره د ایکنا عمومی مدیر ته ډالۍ شوی، راغلي دي،د اسلام د ګران پیغمبر د سترګو د نور لمانځه د خدمت کولو توفیق ترټولو برلاسه الهي ډالۍ ده.
هغه انعام چې تاسو ئې د لمانځه له اقامې څخه په ملاتړ اوپشتیبانۍ سره زیرمه کوئ، ترټولو لوي بچت،ملاتړ او داسې مهرباني ده چې د لمانځه په سیوري کې ئې ترلاسه کوئ، تر ټولو ښې بیمې دي .په دې خاطر د هیواد په سطحې د لمانځه د خبرونو او پروګرامونو د مناسب پوښښ او په ټولنې کې د لمانځه د کلتور د دودولو په دلیل له من لم يشكر المخلوق لم يشكر الخالق باب څخه د زړه له کومې قدرونه او مننه کوو.
ایکنا خبری آژانس له دې مخکې هم په ۱۳۹۸لمریز کال کې د لمانځه د چارې په دودولو او ددغې حوزې د فعالیتونو په معرفي ولو کې د هیواد لابرلاسه رسانۍ په توګه پيژندل شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4256816