ایکنانیوز دالخلیجیون له قوله راپور راکړ، دالازهر یوه دیني عالم عبده الازهري په یولړ ټیلیویژني څرګندونو کې د قرآن کریم د انټرنیټي نسخې د خپریدا په باب چې د هغه په ځینو آیتونو کې تحریفات لیدل کیدي، خبرداری ورکړ او دتلاؤت لپاره ئې د استفادې وړ اپلیکیشنونو د سرچینې په باب د څيړنې په ضرورت ټينګار وکړ.
د الازهر دغه دیني عالم همدرااز د قرآن د آیتونو په سموالي د ډاډ لپاره له الازهر سره د اړونده دباؤر وړ ډلو له خوا د تائيد شوو اپلیکیشنونو د ډاؤنلوډ کولو پر اهمیّت ټينګار وکړ او وې وئيل،له تحریف څخه د قرآن کریم د ساتلو لپاره په مختلفو پړاؤنو کې ډیرې هڅې شوي دي.
الازهري ددې خبرې په کولو سره چې ځیني اپس د اسلامی شریعت مخالفې فتواګانې وړانډې کوي، له مصري ښاریزو وغوښتل له فتواګانو څخه داطلاع په باب دې په رسمي مراجعو تکیه وکړي، په تیره بیا په داسې شرائطو کې چې دغه مراجع په آسانۍ سره په انټرنیټ کې پيدا کیږي.
عبده الازهري په دې په ټينګار سره چې فتواګانې د ټولنیزو چینلونو له سایټونو یه سرچ برخې څخه نه اخستل کیږي، پر ټولو غږ کړی ، ددیني اطلاعاتو د سموالي او د قرآنی متنونو د حرمت دساتلو په باب دډاډمنیدا لپاره دیني رسمي اور ګانونو ته مراجعه وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4257205/