IQNA

د دوبئ د هند بنت مکتوم د قرآن د سیالیو د ۲۵پړاؤ پروګرام اعلان شو

13:38 - January 02, 2025
د خبر لمبر: 3490402
ایکنا – د دوبئ د خیریه فعالیتونوا او د اسلامی چارو ادارې د شیخه هند بنت مکتوم د قرآن دسیالیو د پنځه ویشتم پړاؤ  د ترسره کیدا  وخت او پروګرام اعلان کړ.

ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکړ، د دوبئ د اسلامی چارو او خیریه فعالیتونو  ادارې د دوبئ د نړیوالې جایزې په نمایندګۍ د شیخه هند بنت مکتوم د قرآڼ د سیالیو د پنځه ویشتم پړاؤ دترسره کیدا د مقدماتو د بشپړتیا خبر ورکړ.

دغه سیالۍ د جنورۍ له څلورمې پیلیږي  او د جنورۍ تر لسمې پورې په دوام ولري. دغه سیالۍ د دوبئ د قرآن کریم دنړیوالې  جایزې یوه اصلي څانګه حسابیږي او د قرآن آسماني کتاب حافظان او د متحده عربی اماراتو ښاریزو اوهستوګن په دغو سیالیو کې ګډون کولی شي.

ددغو سیالیو  مسئول او دجایزې د شورا مشر احمد درویش المهیري  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،  چې سیالۍ د یوه پلان شوي پروګرام په اساس ترسره کیږي چې د منظمیدا او کیفیّت ترټولو لوړ سټینډرډونو  ته د رسیدا تضمینونکي دي او ښئ چې د قاضیانود ک میټې د جوړیدا  او د کار د پرمختګ څخه دډاډمنیدا لپاره د تعقیبونې او څارنې دکمیټیو د جوړیدا په شمول  د سیالیو د سسټماټيک ترسره کیدا لپاره ټول اقدامات  ترسره شوي دي.

هغه ووئيل، مونږ د سیالیو د ترسره کیدا ځایونه داسې تیار کړي دي چې  ددغې پيښې  او د هغو ددینی ارزښت د اهمیّت په اساس دي،له دې امله  د سړیو سیالۍ په الممزرسیمې کې  دجایزې په مرکز کې ترسره کیږي، په داسې حال کې  چې  د میرمنو سیالۍ په الحمریه سیمې کې  النهضه  مرکز د میرمنو د سیالیو  کوربتوب کوي.

دغه سیالۍ په شپږو برخو کې ترسره کیږیي ، چې په هغو کې له تجوید سره یو ځای د ټول قرآڼ کریم حفظ، له تجویز سره یو ځای د قرآن کریم پرله پسې شلو سپارو  حفظ،له تجوید سره یو ځاي د قرآن کریم  د لسو سپارو حفظ، د پنځو سپارو حفظ پکې شامل دي  دغه برخه یوازې اماراتي ښاریزو ته بیله ده  او دقرآن کریم د پنځو سپاریو د حفظ  پنځمه برخه  په  اماراتو کې د هستوګنو وګړو لپاره ده په دې شرط چې  د هغوي عمرونه له لسو کلونو زیات نه وي او تر ټولو وروستۍ برخې کې له تجوید سره یو ځای د قرآن کریم د درو سپارو حفظ  دهغو کسانو لپاره ده چې د هغو عمرونه هم له لسو کلونو زیات  نه وي ، وروستۍ برخه هم یوازې د اماراتي ښاریزو لپاره ده.

په دغو سیالیو کې  ګډون کونکي باید  د نامې د ثبتولو په وخت  کې له ۲۵ کلونو زیات عمر ونه لري. همداراز  باید  د دوبۍ د قرآڼ کریم دنړیوالې جایزې یا د  شیخه فاطمه بنت مبارک  د قرآن دنړیوالو سیالیو  پشمول په نورو نړیوالو سیالیو کې ئې ګډون نه وي کړی.

د یادولو  وړ د ه چې تیر کال  ددغو سیالیو په څلورویشتم پړاؤ کې له درست اماراته  ۴۰ ښاغلو حافظانو او ۵۱ آغلو حافظانو پکې ګډون کړی ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4257291

captcha