IQNA

د سویس حکومت د ستر یا حجاب اغوستل ممنوع کړل

14:12 - January 02, 2025
د خبر لمبر: 3490404
ایکنا = د سویس حکومت  په  دې پسې دی چې په دغه هیواد کې هرډول سکارف یا برقعې  اغوستل ممنوع او خلاف ورزی کونکي هم جرمانه کړي.

ایکنانیوز د سپوټنیک له قوله راپور راکړ،د سوریس حکومت په نظر کې لری په دغه هیواد کې حجاب یا سکارف په اغوستلو  بندیز ولګوي.

داهم وئيل شوي دي چې  په سویس کې به  د برقعې یا سکارف اچولو ممنوعیّت تر یوزر سل ډالرو په جرمانې سره  اجرا کیږي.

راپورونه ددې ښودنه کوي چط  د۲۰۲۵کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې  د سویس حکومت د سکارف پشمول په عامو ځایونو کې د مخ پټونکو قالیو پر اچولو  او برقعې اغوستلو باندې بندیز لګولی  او د اجرائي ضمانت لپاره ئې جرمانه په نظر کې نیولې ده.

دغه نوی قانون د ۲۰۲۱کال په ریفرنډم پسې  وضع شوی چې په هغو کې 51.2 فیصد رای ورکونکو  ددغه اقدام ملاتړ وکړ.

له دې مخکې  هم فرانسې آسټریا ، بیلجیّم  او ډنمارک  د مخ پټونکي سکارف د اغوستلو لپاره  ورته ممنوعیّتونه او بندیزونه لګولي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4257614  

captcha