IQNA

په هند کې د قرآني کتابت دعمومی سیالیو دوهم پړاؤ ترسره شو

10:35 - January 06, 2025
د خبر لمبر: 3490423
ایکنا – د هند په نوي ډيلي کې دایران کلتوری سلایارئ ااو  په ممبئ کې د ایران کلتوري خونې  د هند د مهاراشټر صوبې د اورنګ آباد ښار د مولانا آزاد پوهنځي په ملګرتیا سره ، په دغه پوهنځي کې  د قرآنی کتابت دعمومي سیالیو دوهم پړاؤترسره کړ.

ایکنانینوز د کلتري ادارې او د اسلامی ارتباطاتو  دعمومی اړیکو له قوله راپورر اکړی، دهندوستان د اورنګ آباد په مولاناآزاد پوهنځي کې د قرآنني کتابت دعمومي سیالیو ددوهم پړاؤ په ورکشاپ او دنندارتون په پرانیستونکو دستورو کې ،په نوي ډيلي کې د ایران د اسلامی  جمهوریت کلتوري سلایار فرید الدین فرید عصر ،په ممبئ کې دایران کلتوری آتاشي  محمد رضا فاضل کوهاني، له ایرانه لیږل شوي قاضيانو علی رضا بخشي او احسان،د هند د فارسي تحقیقاتي مرکز مدیر قهرمان سلیماني ، د اورنګ آباد سیاسی ،دیني او کلتوري شخصیّتونو او ددغه پوهنځي استاذانو او محصیلینو پکې شتون درلود.

 مهاراشټر صوبې د اورنګ آباد ښار د مولانا آزاد پوهنځي مدیر مظهر فاروقي  دایرا او هند تاریخي او کلتوری مشترکاتو او پهدې کې د ادبیاتو او هنر رول  باندې رڼا واچوله.

دغه سیالۍ د هند د خطاطو د ټولنې په مرستې او د هندي مسلمانو او ځوانو او تجروبه لرونکو خوشنویسانو په ملتیا او ګډون سره ترسره شوې  او د لیږل شوو آثارو څخه  کابو یولس آثار  د سیالیو نهائي برخې ته ورسیدې.

د قرآن کریم د کتابت د سیالیو  ددوهم پړاؤ  قضاؤت  د اورنګ آباد په مولانا آزاد پوهنځي کې د ایران د اسلامی جمهوریت او هندوستان  د قاضیانواحسان پورنعمان ، مختار احمد او علی رضا بخشي په شتون سره ترسره شو او نتیحې ئې هم اعلان شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4258001

captcha