IQNA

دالحشد الشعبی  ځیني توانمنیو څخه اصلا کوم خبر نه دی خپور شوی

15:21 - January 06, 2025
د خبر لمبر: 3490425
ایکنا -د عراق د الحشد الشعبی  غورځنګ مشر ددغه هیواد د وسلوال ځواک  ترڅنګ د خپل وطن ددفاع په ضرورت په ټينګار سره  روښانه کړې ده ، ددغه  اورګان په اختیار کې ځیني داسې توانمنئ شته چې تراوسه پورې اعلان شوي  نه دي.

 ایکنانیوز د المیادین له قوله راپور راکوي،  د الحشد الشعبی  ځواک مشر  فالح الفیاض په بغداد کې د شهید قاسم سلیماني او شهید مهدي ابومهدي المهندس د شهادت د  پنځمې کلیزې په مناسبت په یولړ دستورو کې  ووئيل، مونږ  داسې توانمنئ لرو چې  اعلان شوي نه دي او امونږ د  هیواد دوسلوال ځواک ترڅنګ دفاع کوو.

هغه زیاته کړې ، هغه څه  چې  عراق د آزادۍ په لاره کې وړاندې کړي دي ، ډير لوي دي؛ حشد الشعبي  له  ولسه دی ، خپل قدرت  له ملت څخه اخلي او  په ولسی تعامل کې  یوه لویه بیلګه ده ؛؛ مونږ د وسلوال ځواک  دعمومی قوماندان تر واک لاندې او دعراق ددفاع لپاره له امنیتی اورګانونو سره یو  غږمله ځواک  یوو او  هر هغه څه چې  له دې ورآخوا وئيل کیږي، هیڅ واقعیّت نه لري.

په عین حال کې د عراق دپارلیمان  مشر محمود المشهداني او ددغه هیواد لومړي وزیر  هم په ډاګه وئيلي دي، عراق  د الحشد الشعبی  او د نورو  وسلوالو ځواکونو په شتون سره  په ښه وضعیّت کې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4258290

captcha