ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټي رژيم ځینو سرچینو په خبرتیا کې وئيلي دي د فلسطین په لویدیځي غاړې ې واقع په قلقیلیه سیمې کې له الفندق کلي سره نزدې یو کس له یوه ګاډي څخه د صهیونیسټانو په یوه بس ډزې کړي دي.
په همدې ارتباط ،د صهیونیسټي رژيم ۱۲چینل په یوه راپور کې وئيلي دي، چې په دغو عملیاتو کې تر دې شیبې پورې درې صهیونیسټان وژل شوي او شپږنور ټپیان شوي دي چې درې نور هم مرګي حاله راپور شوي دي.
وئيل کیږي، چې په دغه ګاډي کې څو کسان سواره وو او د نابلس په لور روان وو.
د خبر تر مخابیره کیدا پورې ددغو عملیاتو په باب نور لازیات جزیات نه دي خپره شوي.
د روانې اونۍ په شنبې ورځې هم په لویدیځي غاړې کې صهیونیسټ میشته ښارګوټي اوسیدونکي له یولړ ډزو سره مخ شوي وو.دحماس غورځنګ مسئولانو دغه ډزې په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژیم د نسل وژنې او جنګ باندې یو طبیعي غبرګون بللی او وئيلي ئې دي ، چې په راتلونکي کې د نیواکګردښمن په ضد عملیات نوره هم زیاتوي. همداراز دغو مقاومتي مسئولانو ټينګار کړی ، هغه ګوزارونه چې په لویدیځي غاړې کې پر صهیونیسټي نیواکګرو ئې کړي او وربانډې به نور ګوزرانونه هم وکړي، ددغه رژيم لپاره به ډير دردؤنکي او کړؤنکي وي.
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/10/17/3233124