IQNA

په الجزایر کې د ژمي له چټیانو څخه  د قرآن د حفظ لپاره استفاده

10:33 - January 07, 2025
د خبر لمبر: 3490428
ایکنا – د الجزایر  دااوقافو او دینی چارو یو شمیر ادارې د ژمی  په چټیانو کې د قران د د مدرسو  او د قرآن د دویدزو مکتب خانو په پرانیستلو سره  د قراڼ د حفظ په لړ کې له دغو چټیانو څخه د زده کونکو د  استفادې لپاره  هڅه کوي.

ایکنانیوز د المساء له قوله راپور راکوي،په الجزایر کې فعالې تربیتی ټولنې او ادارې د ژمي او یخنۍ په چټیو کې د ماشومانو او زده کونکو د ساعت د تیري د  وختونو د ډکولو لپاره  د مختلفو  پروګرامونو به  اجرا کولو سره هڅه کوي،او ځیني  کورنئ د ساعت تیري د امکاناتو  د کمښت په دلیل د  خپلو بچیانو د ساعت تیري  د وختونو د ډکولو لپاره  له مشکلاتو سره مخ دي.

په دې مینځو میان کې د الجزایر د البلیده ولایت ددینی چارو  اداره په مختلفو سیمو کې د زده کولو د هرکلی لباره  د قرآڼی مدرسو په پرانیستو سره  هڅه کوي، څو لیوال له دغو چټیانو  او شپو ورځو څخه د قرآن د زده کولو او حفظ  لپاره او د لمانځه د وخت لپاره استفاده وکړي او که مدرسې   کافی نه وي، نو بیا له لمانځه ورووسته له جوماتونو هم  استفاده کوي.

د البلیده ددینی چارو او اوقافو د ادارې مدیر کمال بلعسل په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،د ژمي له چټیانو سره په یووخت د لازیاتو  زلمیانو او ماشومانو څځه د هرکلی لباره  کوټلي او زیات پروګرامونه په نظر کې نیولي شوي دي څو  له قرآني  ښونځیو، مکتب خانو او دغه راز (د قران دزده کړې دودیزو مرکزونو) څخه استفاده وکړئ شي.

 بلعسل همداراز  یادونه  وکړه ،له نورو ولایتونو څخه د قرآن حافظان د البلیده قرآني مرکزونو ته د قرائت د اجازتنامو د ترلاسه کولو لپاره  مراجعه کولی شي او دا مسئله د افظانو د توانمنیو  سبب کیږي او  له دوي  سره مرسته کولی شي چې  د قرآن کریم د ملي او نړیوالو سیالیو  ترټولو برلاسه اوغوره کسانو په ځايګي  کې ودریږي.

https://iqna.ir/fa/news/4258326

captcha