IQNA

رسانۍدې د امریکائي استعمار توهم مات کړی

7:04 - January 09, 2025
د خبر لمبر: 3490438
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ۱۳۵۶لمریز کال د مرغومې د میاشتې د نولسمې د پاڅون د کلیزې په مناسبت   د قم المقدس د زرګونو خلکو سره په کتنې کې  ددې خبرې په کولو سره چې د پهلوي پړاؤ ایران د امریکائي ګټو یوه پياوړي او مضبوطه کلا  وه  ووئيل؛  ددغه کلا له زړه وه چې انقلاب راپورته او وخوټيد. امریکایانن پوه نه شول ، دوکه شول  او غافل شول ؛د امریکایانو محاسباتي تیروتنه همدغه وه.

ایکنانیوز – د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي  پخپلې وینا کې  د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته  په وروستیو څو لسیزو کې زیاتره امریکایان غالبا د  ایران د مسئلو په باب تیروتل.. زما  ددغو خبرو مخاطب  هغه کسان دي چې د امریکا له سیاستونو اغیزمن دي.

هغه وفرمائيل؛  د نرم آوزاري کار دا دی چې  له دروغو ډډه وکړئ  او د عمومی افکارو له تصور او فکر سره د واقعیّت  ترمینځ  واټن  او توپير ، تاسو ته قوت او قدرت درکوي، هغه کسان( د امریکا له سیاستونو متاثر کسان)  تبلیغ کوي چې تاسو کمزوري کیږئ . دوي پخپله کمزوري کیږي، تبلیغ کوي ، چې پياوړي کیږي، حتما تاسو ګواښل کیږئ، هغه وائي ،زه د تاسو په ګواښ سره له مینځه ځم؛؛ نو دا تبلیغات او پروپيګنډې دي چې پر یو شمیر کسانو هم اغیزې شیندي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  وفرمائيل،  نن سبا  یو اساسی کار یو مهم کار  دمونږ د تبلیغاتي ادارو لپاره ، د مونږ  کلتوري ادارو لپاره ،د مونږ دتبلیغاتو ،ارشاد وزارت ، د مونږ صدا و سیما، د مونږ  دټولنیزو  چینلونو  فعالانو اساسی کار دا دی چې  د دښمن د اقتدار د توّهم پرده وشلوئ ،اجازت ورنکړئ ، چې پر عمومي افکارو ددښمن تبلیغاتو او پروپيګنډې  کومې اغیزې وکړي. دا  داسې کار دی  چې  د ۱۳۵۶لمریزکال د مرغومې د میاشتې  د نولسمې  د پاڅون  په ورځ قمیانو وکړ. امریکا دا ځاي خپل انګڼ جوړ کړی ؤ خو  د هغوي له منګولو مونږ خپل ټاټوبی آزاد کړ،نو ځکه  د هیواد او اسلامی انقلاب په باب د اوښ په څير کینه لري! او  دومره په آسانۍ سره هم لاس په سر نه کیږي . امریکا په ایران کې ماته خوړلې ده  او هڅه کوي ، دغه ناکامي جبران کړي.

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي وفرمائي ، د مونږ د اقتصادي فعالانو وروستی نندارتون چې محترم ولسمشر  ورڅخه کتنه هم کړې ، وښودله چې د اته فیصدي اقتصادي ودې  امکان شته ، باید په ټولو زمینو کې امیدوار ووسو او  له هڅې او زیار سره یو  ځاي امید ولرو او په عمل کې دغه امیدونه محقق کړو.

https://iqna.ir/fa/news/4258738

captcha