ایکنانیوز د عباسی مقدس آستان د اطلاع رسونې د څانګې له قوله راپور راکړی،د قرآن الکریم دعملی کمپلیکس مشر مشتاق العلی په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛د العمید نړیوالې جایزې دوهم پړاؤ د نړۍ د مسلمانانو په زړونو کې د قرآن کریم د ځائيګي ښودنه کوي.
هغه ووئيل؛په دغو سیالیو کې د نامو ثبتیدا تر پنځلسو ورځو پورې اوږده شوه، او ترسره کونکي کميټې په مشخصو سټينډرډونو سره سمون خوړونکي په سلګونو آثار ترلاسه کړل. د روژې دمبارکې میاشتې له رارسیدا سره په یووخت عباسی مقدس آستان په دغو سیالیو کې د ګډون دغوښتو د وړاندې کولو لپآره د نامو دثبتولو نیټه پاي ته ورسوله.
العلي توضیح ورکړ،د عراق د قرآن په دغو نړیوالو سیالیو کې به د نړۍ د ۵۳ هیوادونو قاریان ګډون وکړي او دلومړنیو ارزونې کمیټې د آثارو ارزونه پیل کړې ده.
د جایزې د ګټونکو نامې به د مرغومې د میاشتې په ۲۶نیټه اعلان شي ، چې په هغو کې د ځوانانو له ډلې لس قاریان، د زیات عمر لرونکو ډلې څخه ۳۰ قاریان شامل دي.
دغه سیالۍ د د وګړي او ټولنې د نیکمرغۍ لپاره د تل پاتې لارې په توګه د قرآني کلتور په خپرونې کې د ګډون لپاره د عباسي مقدس آستان یو اقدام شمیرل کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4258826