IQNA

پاپ فرانسیس په سیمې کې د تاؤتریخوالي دکمیدا لپاره د السوډاني دهڅوقدرونه وکړه

10:21 - January 11, 2025
د خبر لمبر: 3490447
ایکنا – د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس د تاؤتریخوالو د کمولو او د نښتو دختمولو لپاره دسیمې له هیوادونو سره ددوامدارو خبرو او د حالاتو د آرامولو لپاره دعراق دلومړي وزیر دهلوځلو قدرونه اوستاینه وکړه.

ایکنانیوز  د شفق نیوز له قوله راپور راکړ،د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السوډاني د مرغومې د میاشتې په شلمه نیټه د نړۍ  کاتولیکانو د رهبر پاپ فرانسیس  له خوا ټيلیفوني تماس درلود.

د عراق د لومړي وزیر د دفتر د اعلامیې په اساس،پاپ فرانسیس  السوډاني،د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت  په مارچ میاشت کې د واټيکان په وسیله  د کودکانو د حقوقو په باب د نړۍ د مشرانو په ناستې کې ګډون ته دعوت کړ.

السوډااني په دغه تماس کې په نړۍ کې دامنیت د پياوړتیا لپاره د هڅو د پیاوړتیا او د جنګ او نښتو سره د مخالفت په باب د ګډو دریځونو او دعراق او واټيکان پياوړو اړیکو ته  هم اشاره وکړه. 

له بل پلوه پاپ فرانسیس د سیمه ایز امنیت اوثبات دټينګیدا لپاره د تاؤتریخوالو د کمیدا او د نښتو د ختمیدا لپاره د سیمې له هیوادونو سره د دوامدارو خبرواترو او دحالاتو د آرامولو لپآره د السوډاني د هڅو قدرونه اوستاینه هم وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4259103   

captcha