IQNA

د دوبئ د قرآن د سیالیو نهائي مرحله پاي ته ورسیده

10:35 - January 12, 2025
د خبر لمبر: 3490455
ایکنا -  د دوبئ د شیخه هند بنت مکتوم  د قرآڼ سیالیو د پنځه ویشتم پړاؤ  نهائي مرحله ترسره شوه.

ایکنانیوز د امارات الیوم له قوله راپورراکړد دوبئ د شیخه هند بنت مکتوم  دقرآڼ سیالۍ چې د مختلفو  ملیّتونو او بیلابیلو عمر لرونکو ډلو څځه د ۱۰۹  ګډون کونکو په شتون سره ترسره شوې،  خپل کار ئې پاي ته ورسوه.

د دغو سیایو  مسئول او د جایزې د پلاوي مشر احمد درویش المهیري ددغو سیالیو دترسره کیدا لپاره دوبئ د حاکم او د هغه د ماندنې شیخه هند دم لاتړ قدرونه او ستاینه وکړه.

هغه په یولړ څرګندونو کې زیاته کړې ده ، سیالۍ   د یوه پلان شوي پروګرام په اساس پرمخ لاړې چې  دمنظمېدا او کیفی سټنډرډونو  تر ټولو لوړې سوئې ته د رسیدا  تضمینونکي وې او وې ښودله چې   د قرآن د علومو د متخصصانو له ډلې د جوړ قاضیانو د کمیټیو د جوړیدا او د  دغه راز د څارونکو کمیټیو  او د په  تر ټولو لوړه حرفه وي سوئې کې د کار د پرمختګ څخه د ډاډمنیدا لپاره د تعقیبونې دکمیټیو د  قاضیانو د پلاوي د جوړیدا په شمول  د سیالیو د سسټماټيک ترسره کیدا لپاره ټول اقدامات ترسره شوي دي.

 درویش دغه را زووئيل، سږکال د ښاغلو د برخې سیالۍ د الممرز سیمې کې د جایزې په مرکز کې ترسره شوې په داسې حال کې چې  د میرمنو سیالیو د کوربتوب لپاره  په الحمریه سیمې کې  د النهضه میرمنو ټولنې زیارونه ویستل.

دغه سیالۍ د ټول قرآن کریم ، د شلو سپارو، د لسو سپارو ، د پنځو سپارو له تجوید سره  یوځای د قرائت  او حفظ  په برخو کې ترسره شوې  چې یوه برخه ئې د اماراتو د ښآریزو لپاره او بله برخه ئې هم په اماراتو کې داوسیدونکو لپاره  وه.

دغه سیالۍ  چې د جنورۍ له څلورمې نیټې پیل شوي او د جنورۍ تر لسمې نیټې پورې ئې دوام درلود، د دوبئ دقرآن کریم د نړیوالې جیازې  یوه اصلي څانګه حسابیږي  او د خداي د کتاب حافظانو کې د اماراتي او غیر اماراتي ښاریز په دغه هیواد کې هستوګن دي، په دغو سیالیو کې  ګډون  کولی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4259301

captcha