IQNA

د امام جواد(ع) له خولې د ښادئ تل پاتې مصداق

10:41 - January 12, 2025
د خبر لمبر: 3490456
ایکنا – په اسلامی کلتور کې د ښادئیو معیار او ښاری رامینځةکونکی راز،له مومن ورور سره مرسته ده؛،یوه داسې خوشالي چې که د ترسره کولو په وړاندې ئې کوم  منت او احسان ونه کړو، نو تل پاتې به وي.

ددینی چارو یو کارپوه او ټولن پيژاند حجة الاسلام علی رضا قبادي د حضرت امام جواد الائمه محمد تقي علیه السلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت په اسلام او تشیّع کې د خوشالۍ بخښونکي ظرفیّتونو په باب د یاددښتونو لړۍ ایکنانیوز ته ورکړې ده چې ځیني برخې ئې ستاسو خدمت ته  هم وړاندې کوو.

ښادي او خوشالي  د اجتماعي ژوند ضرورت دی او  د وګړي او ټولنې لپاره ډير کارندوالي لري؛ البته  په مختلفو  کلتورونو کې د ښادئ معیارونه او د راپنځونکي ښادي  چلندونه او مصداقونه  مختلف دي. په دغو خبرو کې اشاره کوو هغه شرط او د  ښادي رامینځةکونکي چلند مصداق ته  چې حضرت امام محمد تقي علیه السلام  ئې د تل پاتیکیدا او ساتلو لپاره  ښودلی دی.

په یوه روایت کې راغلي دي ، یو کس په خوشالۍ سره امام جواد وآخوا ته ورغی . امام بزرګوار   له هغه د  هغه د خوښئ علت وپوښت،  هغه ځواب ورکړ، د تاسو له پلاره مو آوریدلي  دي چې فرمائيلي ئې دي؛نن  یو شمیر اړمندو راته مراجعه وکړه  او  ما له هغو د لسو کسانو اړتیا پوره کړه .په دې توګه  داسې خوشالي  او خوند راپه برخه شوی دی . امام جواد علیه السلام  فرمائي؛  پخپل روح مو قسم  چې غوره دی، دغه شان ښاد او خوشاله ووسئ. بیا امام بزرګوار د بقرې سورې  ۲۶۴ ایت تلاؤت کړ چې فرمائي؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ؛ ائ  هغسې کسانو  چې ایمان مو راوړی دی ، خپلې بخښنې  په منت او احسان کولو سره  او په اذیت کولو سره مه باطلوئ:::

ګواکې  امام جواد علیه السلام  د نوموړي آیت په قرائت کولو سره  د خوشالۍ تل پاتې کیدا او ساتلو شرط هغه کس ته وریاد کړ.

په پاي کې د حضرت امام محمد تقي علیه السلام د  نیکمرغه میلاد د  شپو ورځو  په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره  د هدایت د امام  په ولادیت او د رحب  له خوښئ ډکې شپو ورځو کې د معنوي او  مادی خوشالیو په مناسبت  خوښ یو او له خداوندکریم څخه غواړو،  د امام جواد  په ملکوتي روح سلام استوو ،:السَّلامُ عَلَيْكَ يا نُورَاللّٰهِ فِي ظُلُماتِ الْأَرْضِ.

https://iqna.ir/fa/news/4259219

captcha