IQNA

خدای تعالی ولې د امیر المؤمنین(ع) نامه ؛علی ؛کیښودل؟

6:52 - January 15, 2025
د خبر لمبر: 3490475
ایکنا - ؛علی ؛ داسې نامه ده  چې خداوندمتعال  غوره کړې ده او  دخدای وندسبحان له نامې څخه  اړوندیږي.

ایکنانیوز  راپور راکوي،  دامام علی علیه السلام  لقبونه او کنیتونه  د اهل  تشیّع او اهل تسنن په ډيرو سرچینو کې راغلي دي.  علامه هادی بن ابراهیم  په  ؛البروج فی اسماء میرالمؤمنین  ؛ نومې کتاب کې تر ۲۹۰ عنوانونو پورې  او  په ؛ القاب و صفات مولای متقیان؛ نومې کتاب کې ثابت څه دپاسه  ۵۹۰   نامې ،لقبونه او صفتونه د امام علی علیه السلام لپاره شمیرلي دي . قاضی نور الله  شوشتری هم په ؛ احقاق  الحق  و از هاق الباطل ؛ نومې کتاب کې   د امام علی لپاره له پیغمبر اکرم (ص) څخه ۲۴۷ لقبونو نامې اخستې دي.  

د عراق د ستر دینی مرجع  آیت الله سید علی سیستاني  له دفتر سره اړونده  دعقیدتي څيړنو مرکز  هم  د حضرت  امام علی علیه السلام  د نامو، کنیتونو او لقبونو په باب یولړ پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.

چرا خداوند نام امیرالمؤمنین(ع) را «علی» نهاد؟

 دغه مرکز  د ؛علی ؛ دنامې په باب وئیلي دي؛ علی ؛داسې نامه ده چې خداوندسبحان  خوښه کړې ده او دخداوندمتعاله له نام ې سره  اړوندیږي. له پیغمبر اکرم(ص) څخه په یوه روایت کې  راغلي دي،  خداي تعالی له خپلو نامو څخه دمونږ لپاره دوه نامې خوښې کړې،  دعرش د مالک  نامه محمود  ده ا و د ما نامه محمد ؛ د د خدای نامه  اعلی ده  او د ما د آکازوي نامه علی ده ؛::::  او په یوه بل روایت کې راغلي دي،  خداوند فرمائي؛زه عالی  یم او دا علی  دی:::::

 د  امام علی د نامې د کیښودلو د څرنګوالي په باب په یوه روایت کې راغلي دي،  یوه فرښته  فاطمه بنت اسد ته غږ کوي؛ ائ فاطمه! دغه نوزیږی علی  نومل شوی دی ،نو ځکه  هغه علی دی او خداوند علی ّ اعلی دی . خدای تعالی فرمائي ؛ ما دهغه نامه له خپلې نامې سره اړونده کړې ده او هغه ته مو پخپل ادب سره  ادب ورزده کړی  او هغه  مو پخپلو پیچلو اودشوارو علمونو  هم خبر کړ::

 البته   د ؛ایلیا؛  په نامې د حضرت امام علی (ع)  د نامې کیښودلو په باب  دغه  مرکز  اشاره کړې ده  ؛ د امامیه شیعیانو   په نزد مشهوره ده  چې  ایلیا په عبري ژبه د امام علی نامه ده.  له حضرت علی سره د یوه راهب او پادري  په مناظرې کې  چې   د حضرت ابوبکر په شتون کط ترسره شوه ، راهب  له حضرت علی(ع) پوښتنه وکړه.! ائ ځوانه ؛ ستا نامه څه ده ؟ حضرت علی علیه السلام وفرمائيل؛  زما نامه دیهودیانو په نزد؛ الییا او دمسیحیانو په نزد ؛ایلیا؛  ده . زما پلار رته علی او زما مور هم راته حیدر  نامه اخلي .

چرا خداوند نام امیرالمؤمنین(ع) را «علی» نهاد؟

په پاي کې  د حضرت امام علی علیه السلام  ځینو ترټولو مشهورو  لقبونو او دهغو ترجمې ته یوه لنډه شان اشاره کوو.

 اخ الرسول؛ د پیغمبر(ص) ورور

 اسد الله ؛ د خدای زمری

امیر المؤمنین ، د مسلمانانو رهبر او کمانډر

 اولّ مَن  غُصِبَ حقهّ؛  هغه لومړنی کس چې  حق ئې غصب شو

بحرُالعلوم؛ د پوهو سمندر

حیدرة؛ زمری ( د شجاعت او میړنتوب له پلوه )

https://iqna.ir/fa/news/4259771

captcha