
رجب میاشت په هجري قمری کال هیندارې کې اومه میاشت ده او یه حرامه میاشت ده چې په دې کې جنګ او وینې بهول ممنوع دي.
دغه میاشت د اسلام د پیغمبر د مبعث او دامام علی (ع) میلاد په حير د مهمو پيښو په دلیل اهمیّت لری او په اسلامی کال هیندارې کې ځانګړی ځائ لري.
د رجب ټکی له رج ب ریښڼې څخه او د ستایل شوي او محترم په معنا دی . دغه نام ه په دې دلیل غوره شوې ده چې عربانو په پخوا وختونو کې دغه میاشت محترامه ګڼله او په دې کې ئې له جنګونو ډډه کوله . رجب نوره نامې هم لري. لکه؛رجب الفرد، رجب المضر، رجب الاصم ،رحب المرجت ، رجب الحرام ، مُنصل الاسِنه او منصل الال.: هره یوه نامه ددغې میاشتې یوې خاص ځانګړنې ته اشاره کوي ، مثلا رجب الفرد، له نورو حرامو میاشتو څخه ددغهې میاشتې د جلا کیدا په دلیل، او درجب لمُضَر د هغه ځانګړی احترام په دلیل چې مُضَر قبیلې ددغې میاشتې ته ورکاوه ، نومول شوي دي.
رجب یوه هغه حرام میاشت ده چې له نورو حرامو میاشتو (ذیقعه، ذی الحجه او محرم) څخ جلا شوې ده.د جاهلیّت په پړاؤ کې کال له رجب میاشت څخه پیلید او په دې وخت کې کبیسه میاشت له جماد الاول وروسته او له رجب میاشت مخکې واقع کیدله . د جاهلیت په پړاؤ کې رجب میاشت د عربانو په نز محترمه او احترام او حرمت او لوړ ارزښت لرونکې میاشت وه . به دغې میاشتې کې جنګ ،وینې بهیدا، قتل او چورتالان او شبیخون ممنوع او حرام ؤ. همداراز د رجب د یماشتې په پړاویزو پیښو کې یعني له اسلام په مخکې او په وړاندې دوران کې چې هیر شوي دي، په دغې میاشتې کې د څو بازارونو (سوق) ترسره کیدا وه . په هغو کې د صحار بازار چې د رجب دمیاشتې په لومړۍ ورځ ترسره کید او د دبا بازار چې د رجب میاشتې تر پاي پورې ئې دوام درلود. داسلام له ظهوره وروسته ، ددغې میاشتې ارزښت او اعتبار نوره هم زیات شو او ددغې مقدسې میاشتې دیني اړخونه او ارزښتونه نوره هم زیات شول.
https://iqna.ir/en/news/3491345