IQNA

په پنډۍ کښې «په اسلامي امدن کښې د ښځو رول» کانفرنس/ په اسلامي تعلیماتو کښې د ښځو لوړ مقام

14:58 - January 20, 2025
د خبر لمبر: 3490501
ایکنا - د پاکستان په راولپنډۍ ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتورخونې له خوا «د اسلامي ټولنې په راویښولو کښې د حضرت زینب (سلام‌الله علیها) رول او په اسلامي تمدن کښې د ښځو رول» په موضوع سره یوه غونډه ترسره شوه. د

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان په راولپنډۍ ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتورخونې له خوا «د اسلامي ټولنې په راویښولو کښې د حضرت زینب (سلام‌ا...‌علیها) رول او په اسلامي تمدن کښې د ښځو رول» په موضوع سره یوه غونډه ترسره شوه. د

دغه غونډه د ایران د اسلامي شورا یوشمیر استازو او د پاکستان د ځینو کلتوري فعالانو او میرمنو په شتون سره جوړه شوه او په کښې د رسول ا... مبارک د ګرانې لمسۍ حضرت زینب(س) د شخصیت د مهمو اړخونو او د اسلامي ارزښتونو په راژوندي کولو کښې د دوي په رول باندې خبرې او ویناوې وشوې

د یادې غونډې ویناوالو په دې ټکي تاکید وکړ چې حضرت زینب(س) د اسلام په تاریخ کښې د میړانې، سرشیندنې او بصیرت نښه ده او د عاشورا له پیښې وروسته یې په خپلو روښانونکو ویناو سره، د حسیني پاڅون د پيغام په انتقال او د اسلامي ارزښتونو په ساتنه کښې یو چورلیزي رول ولوبوه.

په دې غونډه کښې همداشان په اسلامي تمدن کښې د ښځو په موقعیت خبرې وشوې او تاکید وشه چې مسلمانې میرمنې د حضرت زینب(س) له لوړ شخصیت څخه په الهام اخیستو سره په مختلفو علمي، اجتماعي او کلتوري ډګرونو کښې رول لوبولی شي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i156512

captcha