IQNA

په فرانسې کې په یوه جومات وړاندې لاسی بم کشف شوی

6:39 - January 23, 2025
د خبر لمبر: 3490516
ایکنا - د بم د شنډولو ټیمونه چې  د پيښې ځاي ته ورغلي ،  له بم سره د مقابلې او ناکاره کولو لپاره فوری لاس په کار شول.

  ایکنانیوز دآناتولي له قوله راپور راکړ، ناپیژاندو  کسانو  د فرانسې  په شمال کې  په سن اومر ښار کې  دترکیې -اسلامی  دیني چارو له ټولنې سره د اړونده جومات په وړاندې  کیښودلی.

 دغې ټولنې پرون د یوې  اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي، د بم د شنډولو ټیمونه چې  د پيښې ځاي ته ورغلي ،  له بم سره د مقابلې او ناکاره کولو لپاره فوری لاس په کار شول.

په دغې اعلامیې کې همدرااز راغلي دي، تیر کال د  روژې په مبارکې میاشتې کې  هم  ددغه جومات  په وړاندې د یوه خنځیر یا سؤر  سر کیښودل شوی ؤ. دغې اتحادئې  په جچومات دغه شان سپیرې  حملې په کلکه محکومې کړي دي .

د ترکیې -اسلامی  دیني  چارو   ټولنې په دغې اعلامیې کې وئيلي دي،دمونږ په عبادتځایونو چې د سولې او ورورولۍ بیلګې دي،دغه حملې چې دنه منلو وړ ترهه ګري ده . دوی وئيلی دي،  مونږ  د خبلو دینی شعایرو  او مذهبی ځایونو د حفاظت  او په سوله ایز ډول دترسره کولو لپاره خپل کلک هوډ اعلانوو  او هیله مند  یوو چې دغه ډول خپه کونکي  پيښې بیا تکرار نشي.

https://iqna.ir/fa/news/4261365/

captcha