ایکنانیوز د sabqpress.dz، له قوله راپور راکړ، دغه سیالۍ د الجزایر د ولسمشر سید عبدالمجید تبون او داوقافواو دیني چارو د وزیر یوسف بلمهدي په شتون سره او دغه را د یوشمیر حکومتي مسئولان اوپه دغه هیواد کې موجودو ډيپلوماټانو په ګډون سره د الجزایر دپوځ په ملی کلب کې روانې دي.
د الجزایر ددینی چارو او اوقافو وزیر د الجزایر د قرآن د سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې وئيلي دي، په رجب میاشت کې دغه سیالۍ د پیغمبر اکرم د معراج او اسراء واقعې د درنښت په خاطر او د الجزایر د آزادي غواړي انقلاب د اویایمې کلیزې دجشن په مناسبت ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړې ده، پر مختلفو دیني پروګرامونو د الجزایر د ولسمشر څارنه او دملی هویّت پر ساتنې او دقرآڼی او اسلامی تعلیماتو پر خپراوي دهغه ټينګار او اهتمام ښئ او له دوو لسیزو وروسته د شلم پړاؤ کې د قرآن نړیوالو سیالیو ترسره کیدا او ددغه اهتمام ښودنه کوي. یوسف بلمهدي روښانه کړې ده. دغې سیالۍ له تیرو پړاؤنو څخه تر دې دمه د قاضیانو پر کمیټیو د څارنې لپاره څه دپاسه له دیرشو هیوادونو څخه د عالمانو، د قرآن کریم د قاریانو او حافظانو څخه د څه دپاسه ۹۰۰ کسانو د سیالۍ شاهدې دي.
د وئيلو ده چې دغه سیالۍ د سلواغې له دریمې نیټې څخه پیل شوي دي او تر شبنې یعني د سلواغې تر شپږمې نیټې پورې دوام لري. ، او دسیالیو پایزې دستورې به هم د راتلونکی یکشنبې ورخې یعني د جنورۍ په ۲۶ نیټه ترسره شي او په هغو کې به د سیالیو د مختلفو څانګو درو برلاسه کسانو ستاینه او قدرونه وشي.
ددغو سیالیو په مقدماتي مرحلې کې د ۴۶ اسلامی او عربی هیوادونو نمایندګانو ګډ،ن وکړ چې له هغوي شل قاریان او حافظان نهائي مرحلې ته رسیدلي دي.
په دغو سیالیو کې دایران د نماینده په توګه له زنجان ولایت څخه د ټول قرآن حافظ علی غلام آزاد د برخه اخستو لپاره دغه هیواد ته تللی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4261237