IQNA

د ایران د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د ګډونکونکو راتګ

10:16 - January 25, 2025
د خبر لمبر: 3490520
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآڼ نړیوالو سیالیو د میلمنو او ګډون کونکو لومړنۍ ډله په پنجشنبې ورځې  ایران تته وارده شوه او  په امام خمیني هوائي ډګر کې ئې هرکلی وشو.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران داسلامی جمهوریت د قرآن نړیوالو سیالیو د یو څلویښتم پړاؤ  ترپیلیدا بورې  له څو ورځو پاتیکیدا ته په پام سره  په دغو نړیوالو قرآنی سیالیو کې د ګډون کونکو  او میلمنو لومړنۍ ډله د امام خمینی هوائي ډګر له لارې  ایران ته وارده شوې ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآنی سیالیو نهائي مرحله  دسلواغې د میاشتې له اومې نیتې څخه په مشهد مقدس ښار کې د پرانیستونکو دستورو په جوړیدا سره  پيلیږي او د سلواغې د میاشتې تر دولسمې نیټې پورې  به په پایزو دستورو ترسره کیدا سره پاي ته ورسیږي.

د ایران د نړیوالو قرآني سیالیو  د یوڅلویښتم پړاؤ نهائي مرحله  د  ۲۷ هیوادونو د ۵۷ قاریانو ، د مرتل او ټول قرآن د حافظانو په شتون سره ترسره کیږي، په داسې حال کې چې  له دې مخکې  او ددغه پړاؤ په مقدماتي مرحلې کې د ۲۰۴ هیوادونو نمایندګانو ګډ،ن درلود.

ورود نخستین شرکت‌کنندگان در مسابقات بین‌المللی قرآن ایران

دغه سیالۍ د ښاغلو په ډلې کې د ټول قرآن کریم د حفظ او د تحقیق د قرائت او د ترتیل د قرائت په درو څانګو او د آغلو په ډلې کې هم د ټول قرآن د  حفظ او د ترتیل د قرائت په دوو څانګو کې ترسره کیږي.

 په دغو سیالیو کې د ایران د استازو په توګه  د تحقیق د قرائټ په څانګې کې د سید محمد حسیني پور،د ټول قرآن په څانګې د محمد خاکپور، د ترتیل د قرائت په څانګې کې د مجبتی قدبیګي او دغه راز د میرمنو د ترتیل په څانګې کې د غزاله سهیلي زاده او دټول قرآن په څانګې کې دمیرمن فاطمه دلیري په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

 

 

ورود نخستین شرکت‌کنندگان در مسابقات بین‌المللی قرآن ایران

 https://iqna.ir/fa/news/4261491

captcha