ایکنانیوز د آناتولی له قوله راپور راکوي،د یوه ګواښونکي ایمیل په ترلاسه کولو پسې، د جرمني پولیسو د دویسبرګ ښار په شمال لویدیځ کې د مارکسلو جومات خالي کړ.
د چارواکو په وینا،د مارکسلو مرکزی جومات چې د ترکیې د یوې ادارې (DITIB) تر نظر لاندې اداره کیږی،دغه ګواښونکی ایمیل د پنجشنبې په شپه ترلاسه کړی چې د جمعې سهار وختي د پولیسو له غبرګون سره مخ شوی دی.
د سیمې پولیسو د جومات شاوخوا بنده کړې او ودانۍ ئې په بشپړ ډول ارزولې ده.خوهیڅ چاودیدونکې وسیله پيدانه شوه او څو ساعته وروسته پولیسو ووئيل هیڅ ګواښ خبره نه ده.به عین حال کې د جعمې لمونځ چې معمولا یوې بجې ترسره کیږي، لغوه شو.
د مارکسلو مرکزی جومات،په دویسبرګ کې د یوه ترټولو لوي اسلامی عبادتځاي په توګه په روهر صنعتي سیمې کې د مسلمانې ټولنې خدمت کوي.
جرمني په وروستیو کلونو کې د مسلمانانو په ضد د هغه تاؤتریخوالي او توکمپالنې د زیاتیدا شاهد دی چې د جرمني لپاره دآلټرنیټیو اپوزیشن یا (اې ایف ډي) پشمول د زوړپال سیای غورځنګونو او ګوندونو په وسیله هدایتیږی.
په وروستیو میاشتو کې په درست جرمني کې په لسګونو جوماتونه له ګواښ او تاؤتریخوالی سره مخ شوي دي چې له هغو ځيني له اورلګیدا او تخریبیدا سره مخ شوي دي ږ ځاي مسلمان تنظمیونه ، دهغه نفرت له امله د جنایتونو په وړاندې چې مذهبی اورګانونه ټارګټ کوي،د د لا پياوړو اقداماتو غوښتنه کوي.
دوه میاشتې مخکې په جرمني کې د بشری حقوقو فاؤنډيشن DIMR په دغه هیواد کې د اسلام ضده بهیر د پراختیا په باب خبرداری ورکړی او له حکومتي چارواکو ئې غوښتي څو د مسلمانانو په ضد د منفي مسئلو د پراختیا مخنیوی وکړي.
دو ماه قبل بنیاد حقوق بشرDIMR در آلمان نسبت به گسترش اسلامهراسی در این کشور هشدار داد و از مقامات دولتی خواست تا از گسترش مسائل منفی علیه مسلمانان جلوگیری کنند
https://iqna.ir/fa/news/4261659