IQNA

په کابل کې دغزې په نامې د یوه نوي جومات نومول

10:28 - January 27, 2025
د خبر لمبر: 3490535
ایکنا – د افغانستان په پلازمینې کابل کې یو نوی تاسیس شوی جومات د فلسطین له خلکو سره په پیوستون کې په ؛غزې؛ جومات ونومول شو.

ایکنانیوز  دعرب نیوز له قوله راپور راکړ، د افغانستان د پلازمینې کابل اوسیدونکو په غزې  تړانګې  کې  داسرائیلی جنګ  قربانیانو ته داحترام او پیوستون په ښودلو کې  خپل ترټولو نوی جومات دغزې کلاندې سیمې په نامې سره نومولی دی.

غزې جومات چې د جنورۍ په ۱۱ نیټه افتتاح شوی ، د کابل  مرکز په قوا سیمې کې د ښار د فرض مشهور او تجارتي مرکز سره نزدې  واقع دی.

دغه جومات یوه دوه پوړیزه ودانۍ ده چې په پنځه سوه کسان پکې ځائيګي  او  په هغې  مځکې کې  چې د کابل  ښاروالی له خوا ډالۍ شوې وه،  په ولسی مرستو سره جوړ شوی دی.

یوه تاجر حاجی حبیب الدین رضائي چې د مالی مرستو غونډولو مسئولیّت  ئې په غاړه درلودلی ووئيل؛ دغه جومات له خپل ټاټوبی څخه په دفاع کې د غزې د سړیو،میړمنو،ماشومانو ،ځوانانو او لویانو له سرښیندنو او مبارزو څخه په قدرونې سره  په غزې جومات  نومول شوی دی.

هغه ووئيل؛ د جومات له بشپړ جوړیدا مخکې  د فلسطین ،اقصی او غزې پشمول د نومولو لپاره څو وړاندیزونه  شوي وو، خو د کمپاین زیاتره ګډونکو د پيوستون د بیلګې په توګه ؛غزې ؛ ته رایه ورکړه.

په افغانانو کې له فلسطینه ډير پراخ ملاتړ کیږي ، له دوي ډیری پوهیږي چې د بهرني نیواک لاندې ژوند څرنګه وي، ځه دوي پځپله  له ۱۹۷۹ کاله تر ۱۹۸۹ کال  پورې  له شوروي اتحاد سره  پّ جنګ کې او دغه راز  په ۲۰۰۱ کال کې د متحده ایالاتو  له یرغلونو وروسته تر  شل کلونو پورې بهرنۍ نیواکګري تجروبه کړه.

افغانستان لومړنی غیر عربی هیواد دی چې په ۱۹۴۸ کال کې ئې  دفلسطین ملی شورا دخپلواکۍ اعلامیه  په رسمیّت پيژندلې. د افغانستان حکومتونه تل  د فلسطین په  ضد اسرائيلو د جنګونو او  د دوی د ټاټوبو دنیواک په وخت د فلسطینیو خلکو ترڅنګ ولاړ دي.

د غزې جومات د جماعت امام عبدالراغب حکیمی  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، افغانانو هڅه کړې ده، ترهغه وخته چې  دمالی مرستو په زمینې کې  یا د دعا او د پیوستون په هر شکل او دعا سره وي مرسته کولی شي. هغه زیاته کړې ده ، هر مسلمان بلکې هر انسان باید  د فلسطین او غزې له خلکو سره د  هغه څه لپاره چې په تیر یونیم کال کې تیر شوي دي، خواخوږي ولرل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4261876

captcha