IQNA

د انګلستان یو مشهور یوټیوبر اسلام ته ګروهمن شو (فیلم)

10:31 - January 27, 2025
د خبر لمبر: 3490536
ایکنا-  د بریتانیا یومشهور شخصیّت او فعال یوټیوبر په جومات کې د خپل لمانځه اداکولو د فلیلمونو په شیئر کولو سره  وئیلي دي چې  اسلام سره لیواله شوی دی.

ایکنا نیوز  د المصری الیوم له قوله راپور راکړی،  د بریتانیا  یوټیوبر جیمز هامبل  په همداوروستیو کې وئيلي دی چې هغه اسلام منلی دی.

هامبل  چې په اینسټاګرام کې په ښاغلي هامبل(Mr Humble)هم پیژندل کیږي، دغه مهمه پیښه ئې په یوټیوب کې پخپل رسمي چینل کې  شيئر کړې ده.

هغه  د شهادتین د لوستلو په حال کې خپله یوه ویډیو د یوه مراکشي دوست پهمرستې سره خپره کړې ده.

هامبل  د قرآن کریم په لوستلو دخوښئ په ښودلو سره ووئيل؛  چې په لیوالتیا سره  مراکش ته  دتلو په تمه  دی څو  خپل معنوي سفر ته دوامورړي اوپه دغه هیواد کې  چې  دهغه  په ژوند ئې ژورې اغیزې شیندلي دي، لمونځ ادا کړي.

هغه چې  د مراکس له خلکو او دغه هیواد سره ډيره زیاته ګروهنه لري، په بریتانیا کې په اوسیدونکو مراکشیانو کې په یوې محبوبې څیرې بدل شوی دی. دهغه ویډیوګانې چې زیاتره  ئې د مراکش د ملی ټيم شرټ یا قمیص  اغوستی دی، ډډيرو په تیره بیا دمراکس او عرب نړۍ د ډيرو خلکو دپام وړ ګرځيدلی دی.

 هغه  د خپلو مراکشی  دوستانو  په ملاتړ او لارښونو چې  هغه  سره ئې د اسلام دتعلیماتو او اصلي ارزښتونو په درک کولو کې مرسته کړې ده ،ډیره قدرونه اوستاینه وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4261946

captcha