IQNA

مقاومت د بعثت نښه  او د صهیونیسټ رژیم په ګونډو کولو یو ورایښت دی

10:46 - January 29, 2025
د خبر لمبر: 3490546
ایکنا - د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه اي وفرمائیل"د استعمار تاریخ د دریو پړاونو ، د ملتونو  د طبعیي سرچینو د چورتالان کولو ، د کلتوري چورتالان کولو او د اصیلو کلتورونو د تباه کولو او د ملي او دیني هویت د تصرف کولو ښودنه کوي او نن سبا هم د دنیا قدرتمنې او شیطانې ادارې د ملتونو پرضد د استعمار د دریو مرحلو د تپلو په حال کښې دي.

ایکنانیوز د پارس تودی له قوله راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه اي وفرمائیل :د مقاومت بهیر چې د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب څخه پیل شو ،د عقل او د ایمان په کارولو سره وتوانید چې مسلمان ملتونه او حتی غیر مسلمانان هم راویښ کړي او صهیونیسټ رژیم د غزې او د لبنان په مقابل کښې په ګونډو کړي.

هغه حضرت نن د اسلام  د ګران  پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د بعثت د کلیزې په مناست د ایران د درې قواو له مشرانو او د حکومت له یوشمیر چارواکو او په تهران کښې د اسلامي هیوادونو له سفیرانو او د خلکو له بیلابیلو پرګنو سره په کتنه کښې بعثت د یو پرله پسې او همیشنی بهیر او  فکري او د ادراکي بدلون د رامینځته کولو لپاره د عقل او د  ایمان په کارولو سره د بشري ټولنو په تیره بیا د مسلمانانو لپاره یو تر ټولو مهم درس وباله.

حضرت ایت الله خامنه اي د ایران ملت ، اسلامي امت او د نړۍ ټولو ازادي غواړو او پتیالیو ته د مبعث د اختر د مبارکۍ په ویلو سره د نړۍ د نن ورځې پیښو ته عقلاني  کتنه د ټولو خلکو په تیره بیا د ستر او د اسلامي ایران د چارواکو لپاره ضروري وبلل او د بشري ټولنو د چورتالان کولو لپاره د استعمار د کړچار په بیانولو سره یې  وویل: د استعمار تاریخ د دریو پړاونو ، د ملتونو  د طبعیي سرچینو د چورتالان کولو ، د کلتوري چورتالان کولو او د اصیلو کلتورونو د تباه کولو او د ملي او دیني هویت د تصرف کولو ښودنه کوي او نن سبا هم د دنیا قدرتمنې او شیطانې ادارې د ملتونو پرضد د استعمار د دریو مرحلو د تپلو په حال کښې دي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه ای د امریکا حکومت د استکباري او د استعمارګرو قدرتونو په سر کښې او د نړۍ د مالي قدرتمندانو تر نفوذ لاندې یو حکومت وباله او زیاته یې کړه: سترې مالي ډلې هره ورځ په یوې رودې سره د ملتونو د هویت او د ګټو د بدلولو او د خپل استعماري نفوذ  د پراخولو لپاره د پلان د جوړولو په حال کښې دي او د قران په تعبیر هر څه چې تاسو له مشکل سره مخامخ کړي هغوې یې خوښوي.

هغه حضرت وویل: دا چې د امریکا د ولسي جرګېی کانګرس استازي د زرګونو ماشومانو د قاتل او د هغوې د ټوټي ټوټې کولو عامل ته چکچکۍ وهي او هغه هڅوي او یا د امریکا د جنګي بیړۍ کپتان ته چې د ایران مسافر وړونکي الوتکه چې درې سوه کسان پکښې سپاره نسکوروي    میډال ورکوي د خبیث باطن او د هغوې د دښمنیو او د کینو بیلګه ده چې د ډیپلوماسۍ د خنداګانو شاته پټه ده او باید د دغو حقایقو په مقابل کښې خپلې سترګې خلاصې کړو.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په نړیوالو ډګرونو کښې په هوښیارتیا باندې ټینګار سره په اوسني پړاو کښې د مقاومت بهیر د نبوي بعثت  چکیده او د ایران له اسلامي انقلاب څخه راپورته شوی وباله او د غزې تړانګې د خلکو حیرانونکي بریالیتوب ته په اشارې سره یې وویل: دغه کوچنۍ او محدوده سیمه وتوانیدله په وسلو سمبال او د امریکا په کامل ملاتړ تکیه لرونکی صهیونیسټ رژیم په ګونډو کړي او دغه بریالیتوب د عقل او د ایمان په کار د اچولو او په خدای پاک ج باندې د زړه د نښلولو او په الهي عزت باندې د اعتقاد د لرلو له کبله دی.

هغه حضرت د شهید حسن  نصر الله له لاسه د ورکول کیدا له تاوان سره سره د سرلوړي حزب الله مقاومت په اوس وخت کښې د مقاومت د ځلانده ورایښتونو بله بیلګه وبلله او زیاته یې کړه: د لبنان حزب الله غورځنګ وښودله نه یوازی ختم شوی نه دی بلکې په ځینو موردونو کښې یې په ډیرې انګیزې سره د صهیونیسټ رژيم په مقابل کښې مقاومت وکړ. 

 

https://parstoday.ir/ps/news/event-i156798

captcha