IQNA

د قرآن د نړیوالو سیالیو په ۴۱پړاؤ کې د میرمنو د تلاؤت د سیالۍ دوهمه ورځ

10:56 - January 29, 2025
د خبر لمبر: 3490549
ایکنا – په مشهد مقدس کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د قرآن د نړیوالو سیالیو د یو څلویښتم پړاؤ په دوهمه ورځ  د میرمنو سیالۍ  د امام رضا علیه السلام د مقدس حرم په قدس تالار یا هال کې  پاي ته ورسیدې.

ایکنانیوز له خراسان رضوي څخه  راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو  د یوڅلویښتم پړاؤ په دوهمه ورځ د میرمنو د تلاؤت سیالۍ  چې  پرون د سلواغې د  میاشتې د نهمې نیټې سهار اته نیمې بجې د امام رضا علیه السلام  په سپيڅلي  حرم کې په قدس تالار یا هال کې پيل شوي ، تر یولسنیمو بجو پورې ئې دوام درلود او پاي ته ورسیدې.

  د سیالیو په دغې برخې کې  د ټول قرآن د  حفظ په څانګې کې د لبنان قاري میرمن زهرا قاروط ، د ترتیل په څانګې کې د ایران غزاله سهیلي زاده ، د ایوری کاسټ هیواد څخه د ټول قرآن په څانګې کې میرمن باه زهرا، دټول قرآن د حفظ په برخې کې له سنګاله میرمن فاطمة بنتا جالو ، د ترتیل په برخې کې د عراق میرمن نورالهدی  مفید مجید حمید، د ټول قرآن دحفظ په څانګې کې  د بنګله دیش  مطره لبیبة او د ترتیل په څانګې کې له نیجریه هیواده  عایشه محمد عبدالمطلب  تلاؤتونه وکړل.

د یادولو ده چې د ټول قرآن د حفظ او د ترتیل د قرائت په څانګو کې د میرمنو په برخې کې د سیالي کونکو سیالۍ د سلواغې  دمیاشتې د اتمې له سهاره پيل شوي او  لسمې نیټې پورې به دوام ولري او دغه سیالۍ به سهار ترسره کیږي او دغه راز د ټول قرآن کریم  د حفظ او  د ترتیل د قرائت  او د تحقیق د قرائت په درو څانګو کې د  ښاغلو په برخې کې  کې سیالۍ هم د سلواغې  له  اتمې نیټې د مازدیګر مهال  پيل شوي او د سلواغې تر یولسمې  نیټې  ماښآم پورې  به  د  امام رضا علیه السلام  د سپيڅلي حرم  په قدس تالار یا هال کې  دوام ولري.

https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4262248

captcha