IQNA

د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په محضر کې له تلاؤته د حامد علیزاده توضیحات

10:45 - February 02, 2025
د خبر لمبر: 3490571
ایکنا –د ایران د اسلامی جمهوړریت نړیوال  قاری چې د مبعث د اختر  په ورځ ئې د رهبرس دستر مقام او د نظام د مسئولانو په محضر کې تلاؤت درلود، د رهبرۍ د ستر مقام  له خوا په کتنې کې وستایل شو. 

ایکنا نیوز راپور راکړی،د ایران د اسلامی جمهوریت  یو نړیوال قاري حامد علیزاده  د سلواغې په نهمه نیټه  سهار د  مبعث د نیکمرغه اختر په ورځ د اسلامی انقلاب په محضر کې د اسلامی نظام د مسئولانو ، د اسلامی هیوادونو د سفیرانواو د  مختلفو خلکو د پروګنو په شتون کې د احزاب مبارکې سورې  له ۳۸تر ۴۸پورې آیتونو تلاوت وکړ.

دغه نړیوال قاري د سلواغې د نهمې په شپه هم په مشهد مقدس ښار کې د امام رضا علیه السلام د مقدس حرم په قدس تالار یا هال کې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د دوهمې شپې په وروستیو شیبو کې  د کلام الله مجید څخه د څو آیتونو تلاؤت وړاندې کړ.

هغه د دغو سیالیو په څنډې  کې ایکنانیوز سره په خبرو کې  د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په محضر کې دخپل وړانډې کړئ شوي تلاؤ په باب یو لړ توضیحات وړاندې کړل. هغه ووئيل؛  د رهبرۍ  د معظم لارښود په محضر  په خصوصي بڼه  د پروګرام له ختمیدا وروسته حاضر شوم . حضرت آقا په دغې کتنې کې  د هغه  تلاؤت په باب چې ئې وړاندې کړی، یو لړ فرمایشیات بیان کړل.

 علیزاده روښانه کړې ده ، دوي دقیقا وفرمائيل؛ نن دې له غلوش څخه  هم  په لاښه ډول د قرآن تلاؤت وکړ،په ځينو مقطعو کې چې نن تلاؤت شول،له خداي بخښلي غلوش څخه مو هم لاښه تلاؤت وکړ.

د قرآن کریم دغه نړیوال قاري ووئيل؛د اسلامی انقلاب  ستر لارښود همداراز وفرمائيل؛په همدې خاطر هغه مهال چې  د مونږ قاریان په دې سطحې کې تلاؤت کوي، لازمه ده،کله چې  له هیواده بهر ته ځي،په تیره بیا هغه ځاي ته  چې مصری قاریان هم له تاسو سره موجود وي ،نو د ایران رسمي لباس اچوئ، نهایت دا چې یو عبا که د تاسو په اوږو وي ،نو لاښه ده.

هغه ووئيل؛  د حضرت آقا له دغو څرګندونو وروسته  د تلاؤت د کولو لپاره مو د یوې عبا غوښته وکړه چې وې فرمائيل؛  په کور کې ډيرې عباوې لرم  نو   ځکه ئې یوه شخصي   عبا رته راکړه، همدغه عبا چې  د نړیوالو  سیالیو په صحن کې مو ورسره تلاؤت وکړ ، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود شخصي  ډالۍ شوي عبا وه.

https://iqna.ir/fa/news/4262539

captcha