ایکنانیوز د رهبرۍ د دفتر د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړ، د اسلامي انقلاب معظم رهبر، قرآن کریم د اسلام د ګران پیغمبر(ص) ابدي معجزه وبلله او ټینګار یې وکړ: پر خدای باندې رښتینی توکل، هر ناممکن شی ممکن کوي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه ا ي، د قرآنکریم د ۴۱ پړاو نړیوالې سیالۍ له غوره کسانو، استادانو، قاریانو او حافظانو او یو شمېر نورو کسانو سره په کتنه کې، د ابا عبدالله الحسین (ع) د زوکړې د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ، د قرآني او نبوي معجزو دوام، د انسان او کائناتو لپاره ستر نعمت وباله او ویې ویل: که له دغې سترې معجزې څخه کار واخستل شي، د بشر ټولې ستونزې حلېږي او د بشري ټولنو ژوند به نورمال شي.
حضرت آیت الله خامنه ا ي د "توکل" د قرآني مفهوم په تړاو وویل: د خدای تعالی د کلام له مخې، هر څوک چې پر خدای توکل وکړي، خدای د هغه لپاره کافي دی؛ نو که د توکل شرطونه رعایت شي، دا الهي وعده به خامخا پوره شي.
د اسلامي انقلاب رهبر د صهيونیسټي رژيم او د امريکا د رژيم په مقابل کې د غزې د خلکو بریا د ناممکناتو د تحقق يوه بېلګه وبلله او وې ويل: که ویل کېدو چې د غزې د وړې سيمې خلک له ستر ځواک لکه له امریکا سره جنګېږي او پر هغه باندې کامیابه کېږي، هېچا باور نه کولو، مګر دا ناممکن کار د خدای په امر ممکن شو.
هغوی، یوازې د ایران له ملت سره نه، بلکې د نړۍ له ګڼو ملتونو سره د استکبار مقابلې ته په اشارې سره وویل: د ایران د ملت او نورو تر منځ توپیر دا دی چې د دې حقیقت د ویلو جرئت لري چې امریکا یو متجاوز، دروغجن او استعمارگر دی او هېڅ انساني اصولو ته پا بند نه دی؛ له همدې امله، «مرګ پر امریکا» شعار ورکوي، خو نور دا جرئت نه لري چې دغه حقایق بیان کړي او د امریکا پر وړاندې ودرېږي او د استکبار پر وړاندې مبارزه کې خپله ونډه ترسره کړي، نو هېڅ پایلې ته هم نه رسېږي.
حضرت آیت الله خامنه ا ي د نتیجې د ترلاسه کولو لپاره د صبر او مبارزې پر ضرورت باندې په ټینګار سره، د نړۍ د ټولو مستکبرانو په مقابل کې د ایران د ملت ۴۶ کلن صبر او هڅې، د دغه هېواد د هر اړخیزې ودې او پرمختګ سبب وبللې او زیاته کړه: د ایران ملت نه یوازې په دې مقابله کې زیانمن شوی نه دی، بلکې په ټولو برخو کې وده او پرمختګ کړی دی.
د اسلامي انقلاب رهبر، په ټول ایران کې د قرآنکریم په تلاوت او حفظ کې د زرګونو ځوانانو روزل، د دې هېواد د معنوي پرمختګ یوه بېلګه وبلله او زیاته یې کړه: دغه هېواد په مادي لحاظ هم وده کړې ده او په مختلفو او سترو اړخونو کې د ځوانانو له خوا ستر کارونه ترسره شوي چې دا پرمختګونه به پر خدای باندې په توکل سره، تر هغه وخته به دوام ومومي څو ملت خپل مطلوب اوج ته ورسېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4263495