IQNA

د عربستان د اسلامی هنرونو دوه کلن نندارتون نړیوال هرکل ی شوی دی

10:22 - February 05, 2025
د خبر لمبر: 3490591
ایکنا – د نړۍ څه دپاسه ۳۰ موسیسو او میوزیمونو د عربستان په جدې ښار کې د اسلامی هنرونو په دوه کلن نندارتون کې ګډون کړی  چې  خپل آثار ئې وړاندې کړي دي.
د عربستان د اسلامی هنرونو دوه کلن نندارتون نړیوال هرکل ی شوی دی

ایکنانیوز د المصری الیوم له قوله راپور راکړی،دغه نندارتون د سلواغې په پنځمه نیټه د عربستان د جدې ښار په حجاج هوائي ډګر کې د؛ وما بینهما؛ په قرآنی شعار سره پیل شوی او د ۲۰۲۵کال د مئ میاشت تر پنځه ویشتمې نیټې پورې به دوام ومومي.

دغه نندارتون پنځه ستر هالونه لري او په هغو کې څه دپاسه  پنځه سوه هنري قطعې نندارې ته وړاندې شوي دي  او د مختلفو  هیوادونو څخه ئې لیدونکو تود هرکلی کړی دی.

په ؛ومابینهما؛ شعار سره د جدې دوه کلن نندارتون چې دغه عبارت د سجدې سورې اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا:  آیت پشمول د قرآن له  آیتونو څځه  اخستل شوی دی،(خدای هغه  څوک دی چې آسمانونه او مځکه او هغه څه چې ددغو دواړو ترمینځ دي ، پنځولي دي) په عنوان سره ترسره کیږی څو د انسان په لاس پنځولو شوو آثارو عظمت او ځاییګی  او په دغو آثارو کې د تامل او تفکر یادونه وکړي.

په دغه نندارتون کې  له ایمان او خلاقیّت څخه راپورته شوي اوسمهاله هنر او اسلامی او تاریخي آثارو ترکیب  نندارې ته وړاندې شوی دی او په دغه نندارتون کې د ویکتوریا او البرټ پشمول نړیوالې کلتوري ادارې او پاسه دیرشو  میوزیمونو ګډون کړی دی.

له عثماني پړاؤ سره اړونده د کعبې دروازه، دممالیک د پړاؤ دوه چابیانې، کعبې دوه پرَدې او دهغه ټوکر یوه ټوټه چې له داخله د خانه کعبې دیوالونه پرې پوښل کیږي،د عربستان د اسلامی هنرونو په دوه کلن نندارتون کې په وړاندې شووو آثارو کې شامل دي.

دمصر د تاریخی آثار څيړاند او تاریخ لیکنکی حسام عبدالباسط  چې په دغه نندارتون کې ئې ګډون کړی دی، په دې باب مصری الیوم ته وئيلي دي،دغه نندارتون په هر پړاؤ کې  په نړۍ کې د اسلامی هنرونو د قطعو یوه لویه ټولګه چې د مکې او مدینې په کلتوري ځانګړنو سره  اړونده  او ځانګړي آثار دي، نندارې ته وړاندې کیږی او  ددغه دوه کلن نندارتون ویاړمن میلمه سږکال  ؛آل ثاني ؛ قطري ټولګه ده.

دمصر دغه څیړاند په پاي کې یادونه کړې ده،د اوسمهاله هنري آثارو څه پاسه شل نړیوال هنرمندانو چې د مځکې او آسمان او له ژوند سره اړونده او هنر ته د فلسفي او هنري لیدتوګو بیانونکي دي، دجدې په نندارتون کې وړاندې شوي دي.

 

انتهای پیام

https://iqna.ir/fa/news/4263962

captcha