IQNA

د شعبان د ۱۵ په مناسبت د کربلا د زیارت د دستورو لپاره د امنیتي ځواک چمتووالی

11:03 - February 05, 2025
د خبر لمبر: 3490594
ایکنا – د عراق د کورنیو چارو وزیر د نیمه شعبان په شپو ورځو کې د کربلا د زیارت  لپاره ددغه هیواد د امنیتی ځواک پر چمتووالی ټينګار وکړ.

ایکنانیوز د میډل ایسټ له قوله راپور راکړ، دعراق دکورنیو چارو وزیر عبدالامیر الشمري دنیمه شعبان د زیاتر لپاره د کربلا ولایت په مختلفو سیمو کې د امنیتي اړتیاؤ پر تامینیدا ټينګار وکړ.

هغه د کربلا له ګورنر او دامنیتی قوماندانانوپه ملتیا پّ یوه خبری کنفرانس کې ووئيل؛د نیمه شعبان د زیارت د تامینولو ځانګړی خدماتي او امنیتی پلان ئې له امنیتي قوماندانانو او اړونده اورګانونو سره ارزولی دی.

الشمري دې ته په اشارې سره چې ددغه پلان په ارزونې او اړخونو باندې په بحث او مشورو سره ددغه ولولناک زیاتر د امنیت د تامینولو لپاره ئې د امنیتي ځواکونو درستې اړتیاوې او تجهیزات  تامین کړي دي. 

همداراز په دغه مطبوعاتی کنفرانس کې د کربلا ګورنر هم  د زیارتوالو ځانګړو خدماتي او روغتیائي پلانونو  چمتووالی ته په اشارې سره ووئیل؛ دهغو خدماتي پروژو ځینی برخې چې لومړي وزیر د حسینی اربعیّن د زیارت  په شپو ورځو کې د خدماتو په اړه  پيل کړي دي ، په مستقیم ډول پیل شوي دي ،داسې چې له هغو ځيي پروژې به د نیمه شعبان په شپو ورځو کې  هم اجرا شي او زیاترتوال ورڅخه استفاده کولی شي.

الخطابی ټينګار کړی دی،هماغه ډول چې د حضرت امام حسین د اربعین زیارت له خپلو ټولو جزیاتو سره بریالۍ دستورې دي ،نیمه شبعان زیاتر به هم هماغه شان بریالی او ولولناکې دستورې وي.

هغه ووئيل؛ د لارې هیڅ ډول بندول  نشته او  تګ راتګ ډير عادي اوروان دی او امنیتی او اطلاعاتي هڅې په لوړه سویه ټينګې  دي.

https://iqna.ir/fa/news/4263862

captcha