ایکنانیوز راپور راکړ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د جمعې په ورځې د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ د هوائي او دفاعی ځواک له قوماندانانو سره په اکتنې کې له امریکا سره دخبرواترو او مذاکراتو په باب مهمې خبرې کړي ، داسې وینا چې په چټکۍ سره د نړۍ درسندویو په یوه تیتر او مهم خبر بدله شوه.
روئيټرز خبری آژېانس د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د وینا د یوې برخې په انعکاس کې ولیکل؛ آیت الله خامنه اي وائي ، تجروبې ثابته کړې ده له امریکا سره خبرې اترې هوښیاري نه ده.:
فاینینشل ټایمز بریتانوي ورځپاڼې هم ولیکل ، ایت الله خامنه اي د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره د ایران خبرې اترې رد کړې او وې وئيل؛ له امریکا سره خبرې اترې هوښیار، عاقلانه او شرافتمندانه کار نه دی::
فرانس پریس خبري آژانس هم لیکلي دي ، ایت الله خامنه اي وائي ؛له امریکا سره خبرې اترې دایران مشکلات نه حل کوي:
د امریکا بلومبرګ رسانۍ هم لیکي؛ آیت الله خامنه اي وائي ،له امریکا سره دتیر وخت موافقه د لازیاتو بندیزونو لامل شوه او په تیر وخت کې ټرمپ وښودله له امریکا سره خبرې اترې عاقلانه چاره نه ده.
د امریکا این بی سی نیوز خبری چینل هم لیکلي دي، د ایران معظم رهبر له ټرمپ سره خبرې اترې د هوښیارې ،عاقلانه او شرافتمندانه چارې نه شونې په دلیل رد کړې:
د امریکا ایسو شي ایټيډ پریس خبری آژانس هم لیکلي دي، دایران معظم رهبر وائي؛ له امریکا سره خبرې اترې هوښیار،عاقلانه او شرافتمندانه کار نه دی:
جروزالم پُسټ ورځپاڼې هم ولیکل؛ آیت الله خامنه اي ګواښ کړی که متحده ایالات د مونږ په امنیت تیری وکړي ، نو مونږ هم د دوي په امنیت تیری کوو:
المیادین هم په یوه فوري خبر کې لیکلي دي ، دایران د اسلامی جمهوریت رهبر ټينګار کړی دی،له امریکا سره د خبرواترو انجام نه هوښارتیا ده او نه هم عاقلانه کار ، او دا تجروبې ثابته کړې ده::
عراق خبری آژانس هم لیکي؛ د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار کړی دی ؛که امریکا د مونږ امنیت وګواښي،نو مونږ هم د دوي امنیت ګواښوو،له امریکا سره په خبرواترو سره هیڅ مشکل نه حل کیږي؛::
دیمن سبا نت خبری آژانس راپور ورکړی، آیتالله خامنه اي ټينګار کړی دی که امریکایان دمونږ دملت په امنیت تیری ورکړي، نو مونږ به هم د دوي په امنیت تیری وکړو او بې له کوم شکه؛؛:::
العهد خبری سایټ هم ددغو څرګندونو په انعکاس کې لیکلي دي، امام خامنه اي ټينګار کړی دی ،دامریکا له متحده ایالت سره خبرې اترې به د ایران هیڅ یو مشکل حل نه کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4264650