ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی د سباوون د لسیزې له ورځو سره په یووخت د اسلامي انقلاب او د ایران د ښځو د ټولنې د پرمختګونو په نوم سره یوه ځانګړي غونډه د افغانستان په هرات ښار کښې وشوه.
په دغو مراسمو کښې چې په هرات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګرۍ د چارواکو او د دغه ولایت د شخصیتونو او د کلتوري میرمنو په ګډون سره وشول په هرات ولایت کښې د ایران کلتوري سلایار «حالق نیا» د ایران په ودې او غوړیدا کښې د ایران د میرمنو د رول په بیانولو سره د ایران په پراختیا او غوړیدا کښې د ایران د میرمنو مقام د اهمیت وړ وباله.
په هرات کښې د ایران سرکنسول «مرحمتي» هم په دغه غونډه کښې وویل د ایران د میرمنو د فعال او اغیز شیندونکي رول له لوبولو پرته په بیلابیلو ډګرونو کښې د ایران وده او په ځان بسیا کیدا ممکن نه وو.
له دغه غونډې سره په یووخت د هرات د میرمنو لپاره د کورنۍ د نظام د اروا پیژاندې تخصصي غونډه هم وشوه.
په دغه تخصصي غونډه کښې چې پوښتنې او ځوابونه پکښې هم شامل وو د اسلام له نظره د کورنۍ د بنسټونو په هکله غور وشو.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157140