ایکنانیوز راپور راکوي، د سلواغې د دوویشتمې نیټې یو م الله میلیوني لاریونونه نن سهار نهه نیمې بجې په درست ایران کې پيل شوي او د خلکو ولوله او پرتم او انګیزه هره شیبه په زیاتیدا ده او د تهران پشمول د درست ایران په ۱۴۰۰ښارونو ،ولسوالیو ،ښآرګیو او ۳۸ زر کلو کې د میلیونونو ولایتمدارو خلکو په ولولوناک او پرتمین شتون سره هماغه راز اوج ته په رسیدا دی.
په تهران کې له سختې یخې هوا سره سره او دا چې د یوم الله د میلیونی لاریون وخت نهه نیمې بجې اعلان شوی ؤ ،خو د امامت او ولایت عاشقان او د اسلامی انقلاب مینه والو ولس له هماغه سهار وختي واټونو ته راووتل څو خپل ارواښاد امام او اسلامی انقلاب او ولایت سره خپل میثاق نوی کړي او په میلیوني لاریون او جشن کې ګډون ولرل شي.
په دغه ولولناک لاریون کې زیاتره ګډون کونکي هماغه ځوانان او زلمیان دي چې د سږکال ددغه ولولناک او پرتمین لاریون د پام وړ برخه ئې جوړه کړې ده.
په راپور کې وئيل شوي دي چې د ایران په تهران کې د آزادۍ چوک په لور له دولس سترو لارو دغه ولولناک لاریون روان دی او دخلکو ولوله لا پسې زیاتیږي،د ماشومانو، بوډاګانو میرمنو او انجونو په لاسونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت درې رتګه بیروغه رپيږی او په شعارونو ورکولو سره له اسلامی انقلاب او ولایت او امامت سره خپل میثاق نوی کوي او دا بریښوي چې د ایران ملت یو موټی دی او که هرڅوک تیریګر او بد غواړی په کږه سترګه دغه پاک ټاټوبی ته وګوري نو سخت او غاښ ماتونکی ځواب به وویني .
په درستو لارو کوڅو کې د لاریون برخه والو مینه ناکو خلکو لپاره کلتوری ،هنري ، خبری ،مرستندویه اود خوراکي شیانو سټالونه د ولسی اورګانونو، کلتوری مینه والو او ادارو له خوا لګول شوي دي او خلکو خولې خوږوي .
په راپورونو کې دا هم وئيل شوي دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت په خينو ولایتونو کې واورې او بارانونه هم ووري ،خو په دغه یوم الله او آزادۍ په لاریون کې د خلکو ګډون حیرانونکی او د توجه وړ دی.
په درست ایران کې د تهران پشمول په مختلفو ښارونو او ولسوالیو کې درست حکومتي او پوځي مشران او مسئولان هم ګډون کوي او له خلکو سره یو ځای له اسلامی انقلاب او ولایت سره خپل میثاق نوی کوي.
یاده دې وي چې د تهران په آزادۍ چوک کې د دغه میلیوني لاریون په مینه والو سر کې دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان او د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ لوړپوړی مشران دي.
https://iqna.ir/fa/news/4265057