IQNA

دغزې لپاره د ټرمپ له سپير پروګرام سره د مقابلې یوازینۍ لاره،د جوماتونو او کلیساګانو بیارغولو دي

10:34 - February 10, 2025
د خبر لمبر: 3490616
ایکنا – د ګارډين ورځپاڼې یوه شناندي په زغره  وئیلي دي،د غزې د کنډوالې شوي  سیمې  دبیا رغونې  د پیل په توه  په غزې کې د عمری جومات او پرفوریس کلیسا  یعني د نړۍ د  میراث  د دوو تاریخی ودانیو   بیا رغرول ، د هغو جنایتونو لپاره  یو مثالي اقدام  دی چې ترسره شوي دي او ښئ چې  نړۍ   په یوې سیلناکې سیمې د غزې  دبدلولو او د فلسطنیانو د کوچولو لپاره د ټرمپ پرورام ردوي.

ایکنانیوز راپور ورکړی، د غزې د اوقافو وزارت  په همداوروستیو کې یو راپور خپور کړی چې وئيلي ئې دي، په غزې تړانګې کې  د وحشي صهیونیسټي رژيم د بې آمانه  حملو له امله  ۶۰فیصدي جوماتونه  خراب شوي دي  او صهیونیسټي پوځیان  د جوماتونو پر کنډوالو  په تلو سره ددغو عبادي ځایونو  سپکاوي کوي.

په دغه راپور کې راغلي دي، د نیواکګر رژيم  توغندیو او بمونو  کابو شپږسوه شپږ جوماتونه په  کنډوالو بدل کړي او  څه دپاسه دوه سوه نور جوماتونو ته ئې هم په جزئي توګه تاوانونه اړولی دي.

له بل پلوه  د امریکا  ولسمشر ډونالډټرمپ په همداوروستیو کې وئیلي دي  چې  دغزې خلک باید دغه سیمه خوشي کړي څو غزه  په یوې ټوریسټي سیمې بدله شي. ګارډیّن ورځپاڼې  د راجه شهاده په قلم  په یوه یاددښت کې لیکلي دي،  شاید  دهغو کوروونو د ژغورنې لپاهر  چې  دغزې خلکو پکې ژوند کړی دی او هغه خاطرې  چې  هلته ئې جوړې کړي دي، ځنډ شوی وي،  البته  د لسګونو زره ژوندون پاي ته رسول او د کورونو د نه منلو وړ تخریب په شرائطو کې  مو ذهن  د عمری  په نامه لوی جومات  په څير د غزط د کلتوري میراث  ړنګیدا ته ورګرځیدلی  چې په اومې میلادي پيړۍ کې  جوړش وی او د غزې په لوي جومات هم مشهور دی . د اسرائيلو د بې آمانه  حملو له امله ئې  مینارې نړیدلي دي  او د  ودانۍ زیاتره برخو ډير زیات تاوانونه موندلي دي . یا  همداراز د سنټ پورفیریوس  یوناني ارتدکس  تاریخي کلیسا ، چې ی دنړۍ یوه ترټولو پخوانۍ کلیسا ده  او  د اسرائیلي  توغندیو د لګیدا له امله   ړنګه شوې ده.دغه واقعیّت چې  د هغو بیا رغولو ته کومه توجه   نه کیږی، یوازیني دي ټکي ته اشاره کوي چې  څومره په آسانۍ سره منمل شوې ده چې  په غزې کې فلسطینیان  داسې خلک نه دي چې د خپل میراث  د ساتلو وړ وي ، بلکې هغه ډله ده چې په آسانۍ سره پرې سترګې پټيدلی شي.  

د ټرمپ  د وړاندیز عملی کیدا  لیرې ښکاري ، په عین حال کې ، تر هغه مهاله چې اسرائيل د غزې تړانګې د پولو کنټرول  په لاس کې لري، او که متحده ایالات  د اور بند له دریمې مرحلې ملاتړ ونه کړي، نو اسرائيل  په حقیقت کې د بیا رغونې لپاره د  هرډول مالي ملاتړونون خنډ کیدلی شي او همدرااز  غزې تړانګې  دبیارغونې لپاره د اړتیا وړ موادو  د واریدیدا مخنیوی کولی شي. دا لامل کیږي، چې  فلسطینیان  د نه زغملو وړ شرائطو کې ژوند کوي.

 دغه شناندي په پاي کې لیکلي دي ،  د عمری لوي جومات او د سنټ پورفیریوس کلیسا  د بیا رغونې لپاهر  نړیوالې هڅې ښئ چې  نړۍ په غزې کې د فلسطینیانو  دبرخلیک د بدلولو لپاره د ټرمپ  هڅه ردوي.د یوې ساحلي تفریحي باندې دغزې له بدلولو  څخه  لا انساني کړچار ، ددغې سیمې  د بیا رغونې  د پیلیدا په توګه  د نړۍ  د میراث د دغو دوو تاریخي ودانیو صبورانه بیا رغول  دي. دغه  کار  د  هغو جنایتونو د یوې برخې د جبرانولو  لپاره  یو جزئي  اقدام دی  چې ترسره شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4264967

captcha