IQNA

د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۶ کلن جشن نړیوال انعکاس

10:21 - February 11, 2025
د خبر لمبر: 3490621
ایکنا – د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په ۴۶ کلني جشن کې د مختلفو پرګنو د میلیونونو خلکو ولولناک او حماسی شتون د بهرنیو رسندویو له خوا له پراخ غبرګون او انعکاس سره مخ شوی دی.

ایکنانیوز د سی این این خبری چینل له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب ۴۶ کلن جشن لاریون  پرون دوشنبې سهار په درست هیواد کې د خلکو په ولولناک ګډون سره ترسره شو.

په دغه راپور کې وئيل شوي دي،  له تهران سره په یووخت  دغه لاریون د ایران په ۱۴۰۰ ښارونو او ولسوالیو ا و ښارګیو کې او  څه د پاسه پنځه دیرش زره  کلو  کې په پرتم سره وشو.

په دغو میلیوني لاریونونو کې د خلکو پراخ او اوڅاره ګډون  په زیاتره نړیوالو  رسندویو کې  پراخ انعکاس درلودلی دی.

بازتاب جهانی جشن ۴۶ سالگی پیروزی انقلاب اسلامی

د لبانن المیادین خبری چینل  د تهران د ولس میلیوني لاریون ته  په ژوندئ بڼه پوښښ ورکړ. دغه راز د لبنان المینار چینل هم   د لاریون له پيلیدا سره په یووخت  ورته پراخ پوښښ ورکړ.

د لبنان  العهد چینل هم د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب  د ۴۶ کلیزې کې ولولناک میلیوني لاریون د ترسره کیدا په باب راپور خپور کړ.  العهد خبری چینل  پخپل راپور کې وئيلي دي،  دایران خلکو د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د شپږڅلویښتمې کلیزې په مناسبت  مختلف ولسی جشنونه ترسره کړي  دي.  العهد همداراز د  په پرتمین جشن کې  د سردار قاسم سلیماني په نامې سره د حاج قاسم نومې توغندي نمایش ته هم اشاره کړې ده.

بازتاب جهانی جشن ۴۶ سالگی پیروزی انقلاب اسلامی

له بل پلوه  دروسیې ریانوویستي  خبری آژانس  د ایران په مختلفو ښارونو کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د لاریونونو او په دغو لاریونونو کې د ولس د پراخ ګډون خبرورکړی  او راپور ئې کړي دي، چې د تهران پشمول  د ایران ښارونه پرون سهار راهسې  د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په ۴۶ کلیزې  کې  د دغه هیواد د خلکو د پراخو لاریونونو او ولولې شاهد ؤ.

د روسیې  دغه خبري آژانس  راپور ورکړی،د ایران لوړپوړو مسئولانو ددغو ولسی فعالیتونو په پراختیا ټينګار درلود ااو  دغه لاریون  دهغه سیاسی پيغام په معنا دی چې   د ایران  له سیمه ایزو او نړیوالو  دریځونو او حاکمیّت څځه ددغه هیواد د خلکو د ملاتړ ښودنه کوي.

بازتاب جهانی جشن ۴۶ سالگی پیروزی انقلاب اسلامی

د روسیې سپوټنیک خبری آژانس  هم د ایران په مختلفو لیرې پراتو سیمو کې  د سږکال د سلواغې د ۲۲ د دستورو ترسره کیدا ته په اشارې سره  لیکلي دي، د ایران ولس پرون ددوشنبې په ورځې   د تهران پشمول د هیواد په ګوټ ګوټ کې د  اسلامی انقلاب  د ۴۶ کلني جشن دستورې لمانځلي دي. دغه خبری آژانس  همداراز لیکلي دي، د ایران اسلامی انقلاب د ۱۹۷۹کال  د فرورۍ په یولسمه نیټه  رامینځةشوی  او ایران  ئې له هغه شاهنشاهي نظام څخه چې  د امریکا د متحده ایالاتو  بشپړ ملاتړ ورسره ؤ ، د حضرت امام خمیني په رهبرۍ سره په اسلامی جمهوریت بدل کړ.

ایسو شی ایټيډ خبری آژانس  هم راپور ورکړی،  په لکونو ایرانیانو د دغه هیواد ۱۹۷۹کال  داسلامی انقلاب کلیزه  ولمانځله ،دا  له هغه وخته  لومړنی میلیونی لاریون دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  سپينې ماڼۍ ته بیرته ستون شوی او د تهران په ضد  ئې خپل د زیاتره دباؤ  کمپاین بیرته پیل کړی دی.

بازتاب جهانی جشن ۴۶ سالگی پیروزی انقلاب اسلامی

دغه خبری آژانس په دوام کې لیکلي دي، سږکال په ایران کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب  لمانځل په  داسې حال کې ترسره شوي  چې دغه هیواد  له داسې کوټلو بندیزونو سره مخ دی  چې  د دوي اقتصاد ګواښي؛د ټرمپ ګواښ په داسې شرائطو کې دی چې هغه  اعلان کوي، غواړي ، له تهران سره  دایران دایټمي  پروګرام په سر یوې موافقې ته ورسیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4265235

captcha