ایکنانیوز د الجزیره ټيلیوژني چینل له قوله راپور راکړ، عربو مشرانو له خوا به د فرورئ په ۲۷ نیټه د غزې تړانګې د وروستی وضعیّت او برخلیک په باب د مصر په قاهرې کې مهمه بیړنئ سرمشریزه جوړه کړي، ددغې ناستې موخه د غزې تړانګې د اوسیدونکو د جبری ویستلو لپاره د ډونالډټرمپ د منصوبې په باب دعملی اقداماتو ترسره کول او پر مصر او اردن باندې د ممکنه دباؤنو په وړاندې د عربي نړۍ د یوه موټي موقف خپلول دی.
په راپور کې ويئل شوي دي ، د غزې تړانګې په باب په دغې ناستې کې د فلسطین او په غزې تړانګې کې رامنیځةشوي انساني غمیزې،راتلونکي په باب پر نورو چارو د بحث او نظر تبادله کیږي. په تیره بیا د له جنګ بندۍ وروسته د رامینځةکیدونکو حالاتو په باب غور او بحث کول دي.
وئيل کیږي، ددغې سرمشریزې ترسره کیدا د مصر او اردن په وړاندیز سره ترسره کیږي او قاهره ددغې ناستې دکوربتوب په باب له عربو هیوادونو سره سفارتي مشورې کوي څو په دغې ناستې کې د لوړپوړو پلاؤ ګډون یقیني کړي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی او د اردن پاچا ملک عبدالله دوهم دغه موضوع جدی بللې ده او مصر دعربانو د سفارتي هڅو مسئولیّت په غاړه اخستی دی څو په دې اړه د عربی نړۍ یوه خوله دریځ رابرسیره کړي.
په دغو هڅو کې مصر ،اردن او بحرین هیوادونه هڅه کوي، څو دعربی هیوادونو یو ګډ دریځ رامینځةکړي چې د امریکا له اوسني دباؤ سره مقابله وکړئ شي.
ډیری شناندي او کارپوهان وائي چې د عربانو لپاره به دغه سرمشریزه ډيره حساسه وي ،ځکه چې مصر او اردن مشرانو سره د ټرمپ له خوا له دباؤ سره د ډغرې لپاره څه خاص او جدي آپشنونه هم نه ښکاري.
https://iqna.ir/ur/news/3517956