ایکنانیوز د الټرا الجزایر له قوله راپور راکړ، د پاریس د لوي جومات مشر شمس الدین حفیز د نړۍ دکاتولیکانو له رهبر پاپ فرانسیس سره په کتنې کې هغه ته د مسلمانانو او مسیحیانو ترمینځ د ورورولۍ د ناستې د ترسره کیدا وړاندیز وکړ.
د پاریس جومات په یوې اعلامیې کې توضیح ورکړی دی؛ دغه غونډه چې په ۲۰۲۵کال کې په پاریس کې ترسره کیدلی شي، د پاپ په لوړ ملاتړ سره او په اروپا کې د دوو دینونو د پيروکارو ترمینځ ددوستانه اړیکو د پیاوړتیا په موخې سره ترسره کیدلی شي.
حفیز په هغه لیک کې چې پاپ ته ئې سپارلی ،اشاره کړې ده چې دغه پیښه د آګوستین مقدس شخصیّت څخه الهام اخستلی شی چې د ختیځ او لویدیځ ترمینځ د یوه پل ښودنه کوي، او همداراز دهغو دینی ناستو کړچار چې دوه پاپ ژان پال ددینو ترمینځ د خبرواترو د دودولو لپاره په ۱۹۸۶ کال کې په آسیسي کې رامینځةکړې ، تعقیبیدلی شي.
هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې د اروپا تاریخ د افراط پالنې او تعصب د خطرو په باب ځيني مهم درسونه لري، د هغو اسناني ارزښتونو دساتلو لپاره ئې چې مختلفو دینونه او قومونه سره غونډوي، د ګډ اقدام ضرورت غوښتنه وکړه.
په دې زمینې کې د پاریس جومات مشر ټينګار وکړ، په اروپا کې د مسلمانانو او مسیحیانو ورورولي له یوه بله د ویرې او بې پروائۍ د احساس د زیاتیدا او همداراز د هغو منفي اخستونونو د زیاتیدا په دلیل چې اسلام له ترهه ګرۍ او تاؤتریخوالي سره اړوندوي، له خطرې سره مخ شوې ده.
هغه زیاته کړې ده ،دغه تحریف شوی انځور د مسلمانانو په ضد غلیمانه خبرو او اقداماتو ته لمن وهي او دهغو په باب د څنډې ته د کیدا احساس نوره هم زیاتوي.
حفیز ټينګار وکړ، په اروپا کې مسلمانان د هغو فعالو ښاریزو په توګه چې په ګډ سوله ایز ژوند اوسولې سره یو ځای د یوه راتلونکي په جوړولو پسې دي ، کار کوي ،خو هغه ټولنې چې په تیرو وختونو کې ئې دوي منلی دي، اوس لهویرې او اندیښنې سره یو ځاي د احساساتو د زیاتیدا شاهدې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4265612