IQNA

په پاکستان کې د ایراني اصیل هنر د نندارتون هرکلی شوی

6:40 - February 13, 2025
د خبر لمبر: 3490636
ایکنا - د پاکستان د سند صوبې په حیدرآباد ښار کې  د یوه ایراني استاد علی پيران د شکسته یا مات نستعلیق  خوشخطئ  د آثارو  د نمایش  پراخ هرکلی شوی دی.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د دغه ایراني استاد د مات نستعلیق خط یا خوشخطۍ د اثاررو نمایش چې د سند صوبې په حیدرآباد  کې د ایران د کلتوري خونې له خوا  ترسره شوی، د پاکستان د سند صوبې خلکو ته د ایرانی اصیلو هنرونو دمعرفی کولو لپاره  یو ارزښتمن فرصت  برابروي.

ددغه راپور په اساس سیستاني خوشنویس هنرمند علی پيران  پاکستان ته پخپل دوهم سفر کې د خپلو ویاړمنو آثارو یوه ټولګه له  ایرانیو هنرونو  سره د لیوالو دلیدو لپاره وړاندې کړې ده.

 

 

 

 

 

دخوشخطئ   تابلوګانې یا پورټریټونه په ډير خاص دقت اوظرافت سره پنځول شوي  او د کتونکو توجه ئې ځان ته جلب کړې ده.

 ددغه ایراني هنرمند یو ترټولو ځانګړی اثر  د قرآن مجید هغه نفیسه نسخه ده چې په مات نستعلیق خط  او پخپل کم ساري تذهیب کارۍ  سره  نمایش ته وړاندې شوې  او  د هغه کتابت تقریبا درې کاله وخت اخستی دی.

حضور . نمایشگاه و ورک شاپ در هنرستان بین المللی بیکن هاوس در ...

 له دې مخکې د پاکستان په اسلام اباد کې  د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول د  اکو اقتصادی ملګرتیا موسیسې  د غړو هیوادونو د نمایندګانو  او د کلتوري وزیرانو په ګډون سره  ددغې موسیې د غړو انځوریز او  دخوشخطۍ دهنرونو د معرفی کولو نندارتون پرانیستل شوی دی.

د وئيلو ده چې  نهمه،لسمه او یولسمه قمری پيړئ دخوشخطۍ په هنر کې یو ځلانده دوران بلل  کیدلی شي، د یولسمې پيړئ په منیځیو کې  د ایران خالص  دریم خط ،یعني  مات نستعلیق خط ، د هرات د حاکم مرتضی قلی خان شاملو په لاس له نستعلیق خط څخه  ایجاد شو.  ددغه ډول خط او خوشخطئ د پیدایښت  علت ، چټک لیکل ، آسان لیکل  او د  ایراني خلاقیت او ذوق  ذکر شوی دی.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157256

captcha