ایکنانیوز د السومریه خبری سایټ له قوله راپورر اکړ، د کربلا ولایت ګورنر نصیف الخطابی پرون جمعې ورځې په دغه مقدس ښار کې د هغو څه دپاسه پنځه میلیون زیارتوالو د شتون خبر ورکړ،د شعبان د پنځلسمې نیکرمغه شپې په برکتناکو دسورو کې ګډون کړی دی.
د کربلا معلی دعملیاتو له قوماندان او د پولیسو له مشر سره یوځاي په ګډ خبری کنفرانس کې ووئيل، د کربلا ولایت پرون په دې باب د روغتیا، ټرانسپورټ او خدماتو په درو حوزو کې د خدماتي پلان ،دامنیتی اقداماتو په ټولو جزیاتو سره ددغو پلانونو بریالیتوب اعلان کړ.
د کربلا ګورنر دغه راز روښانه کړه ، امنیتی پلان د عراق د کورنیو چارو د وزیر عبدالامیر الشمري، د پوځ د لوي درستیز، د مځکني ځواک د قوماندان په میداني شتون سره او همداراز د الحشد الشعبی ،پوځ او پولیسو ، دملی امنیت د ادارې او ددفاعي ځواک او استخباراتوي ادارو په ګډون سره ترسره شو.
هغه ټينګار وکړ، د نیمه شعبان د زیاتر په وخت کې د وارد شوو ګاډو شمیر چې د ټرانسپورټ ټریفکي سسټم له لارې ثبت شوی، له پنځو لکو درې دیرش زره ګاډو زیات ؤ.
د کربلا ولایت د روغتیائي ادارې هم له دې مخکې د نیمه شعبان د زیارت د دستورو په درشل کې هم د روغتونونو د چمتووالی ا د طبی ټيمونو د دیره کیدا خبر ورکړی ؤ
کربلا معلی د نیمه شعبان او د حضرت امام مهدي عجل الله تعالی علیهم اجمعین د نیکمرغه زوکړې د شپو ورځو په مناسبت د اهل بیت علیهم السلام له عاشقانو او مینه والو ډک دی.
https://iqna.ir/fa/news/4266212