پارس ټوډی – د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر: امام خمیني (رح) د انقلاب له پیله د صهیونیسټ رژیم ناروا اعلان کړی وو او د فلسطین ملاتړ یې یو ملي او مذهبي سیاست وباله.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق په دې وروستیو کې د سحاب اردو چینل سره په ځانګړې مرکه کې په سیمه ایزو مسائلو په تیره بیا د ایران په رول، د مقاومت په محور او په وروستیو تحولاتو کې د ځینو عربو هیوادونو د خیانت په اړه خبرې اترې وکړې.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د پاکستان د جماعت اسلامی مشر سراج الحق د اکتوبر د اوومې نیټې حملې او د هغې پایلو ته په اشارې سره تاکید وکړ چې دغه جنګ د حق او باطل ترمینځ دی او فلسطینیان له مقاومت پرته بله چاره نه لری.
د عربو هېوادونو خيانت او له اسرائيلو څخه د هغوی وېره
سراج الحق په یوه ټویټ کې ځینې عرب واکمنان د فلسطین له حقوقو سره په خیانت تورن کړل او زیاته یې کړه، په داسې حال کې چې د عربو هیوادونو ولسونه د فلسطین د ولس ملاتړ ته دوام ورکوي، خو واکمنان یې د امریکا او اسرائیلو له ویرې چوپه خوله دي او د مقاومت د ملاتړ پر ځای یې د لویدیځو سیاستونو په خدمت کې دي .
هغه د پېړۍ راهیسې دغه پلانونه اسرائيلو ته د فلسطيني ملت د تسليمولو هڅې وبللې او ويې ويل: له اسرائيلو سره د مقابلې پرځاى ځينې عربي هېوادونه د جوړجاړي او عادي کولو لاره لټوي، دغه خيانت به د دوى په تندي داغ وي.
هغه ټینګار وکړ اسرائیل یوازې هغه وخت پیاوړی کیږی چې ځینو عربو هیوادونو دفلسطین له ارمانونو سره خیانت وکړ او که چیرې د مسلمانانو ترمینځ رښتینی وحدت موجود وی نو دغه رژیم نشی کولای دغه سیمه کې وژنې او اشغال ترسره کړي.
د فلسطین د مقاومت په ملاتړ کې د ایران رول
سراج الحق وویل ایران په سختو حالاتو کښې د فلسطین د مقاومت ترڅنګ ولاړ دی .
هغه ومنله چې د حماس مشرانو په شخصي توګه د ایران د نظامي او تخنیکي ملاتړ په اړه خبرې کړې دي چې یوازې مالي اړخونو پورې محدود نه و، بلکې روزنه او تجهیزات هم پکې شامل وو.
د هغه په وينا، د ايران اسلامي انقلاب د سيمه ييزو سياستونو د بدلون يو مهم پړاو و او امام خميني (رح) د انقلاب له پيله د صهيونيسټ رژيم ناروا اعلان کړ او له فلسطين څخه يې ملاتړ يو ملي او مذهبي سياست وباله.
عرب د اسرایلو او لویدیځ څخه ویره لري
سراج الحق په دې باور دی چې د لویدیځ د بندیزونو او اقتصادي فشارونو د وېرې له امله یوشمېر عربي هېوادونو له فلسطین سره په مستقیم ډول له مرستې ډډه کړې ده.
هغه وويل: "دغه عرب واکمنان چې نن له اسرائيلو څخه وېرېږي هماغه هماغه کسان دي چې يو وخت د استعمار غلامان وو، هماغه کسان چې نه يوازې يې په تېرو جګړو کې هيڅ لاسته راوړنه نه درلوده، بلکې دښمن يې په خيانت سره پياوړی کړ."
هغه همداشان د عربو هیوادونو ستره تیروتنه په ګوته کړه او ویې ویل: کله چې عربانو ولیدل چې د فلسطین مقاومت ایران ته نږدې شوی نو د مقاومت د ملاتړ پر ځای یې د اسرائیلو او امریکا د ناوړه سیاستونو په اجرا کولو کښې مرسته وکړه.
هغه ټینګار وکړ که ایران او سعودی عربستان په بشپړه توګه سره متحد شی نو په سیمه کښې به د قدرت انډول بدل شی ، نو لویدیځ به ونشی کولای چې خپل سیاستونه تحمیل کړی .
د مقاومت د محور وحدت او پر اسرائیلو یې نفوذ !
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر هم د مقاومت د محور پيوستون ته اشاره وکړه او لبنان يې د اسرائيلو په وړاندې د ودرېدو يوه بېلګه وبلله.
هغه حزب الله یو داسې ځواک وباله چې په خپل فعال حضور سره یې نه یوازې په سیمه کې د قدرت انډول بدل کړ او د امریکا او اسرائیلو پر ګټو یې په بریدونو کې د یمن رول ته اشاره وکړه او دا یې د مقاومت د روحیې د پیاوړتیا یوه بله بیلګه وبلله.
د فلسطین لپاره وروستی حل
سراج الحق په اخر کښې څرګنده کړه راتلونکې روښانه ده ځکه چې د فلسطین مقاومت نه یوازې ناکام شوی بلکې د اسرائیلو په داخلی جوړښت کښې د کړکیچ سبب شوی دی .
هغه داسلامی هیوادونو ترمینځ حقیقی وحدت وباله او ټینګار یې وکړ که چیرې ایران ، سعودی عربستان ، ترکیه ، سوریه ، لبنان او د سیمې نور هیوادونه سره متحد شی نو اسرائیل به له نیواک شویو سیمو له وتلو پرته بله چاره ونه لری .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157294