IQNA

د نړۍ ژغورونکی؛ په ټولودینونو کې مشترک مفهوم او ګډ ټکی

10:32 - February 16, 2025
د خبر لمبر: 3490647
 ایکنا – شبهاتو  او شکونو ته د ځواب ویونکي د مرکز  ددینونو اومذهبونود  برخې مدیر  په یولړ  څرګندونو کې ووئيل؛  د اسلام او نورو دینونو ترمینځ ، د ژغورونکي کس په الهي کیدا باندې د  اعتقاد، په اځرالزمان کې په ظهور باندې اعتقاد او د دنیا د ژغورونوکي پهلاس د نړیوال حکومت په جوړولو  باندې  د اعتقاد یو شان درې اساسی شباهتونه  موجود دي.

د شبهاتو او شکونو  ځواب ویونکي مرکز د دینونو او مذهبونو د برخې مدیر  حجةالاسلام حمید الله رفیعي  ایکنانیوز سره په خبرو کې  ددې پوښتنې په ځواب کې  چې موعود پالنه  ددینونو په خبرو کې څه معنا لري، او  د نړۍ په  لویو دینونو الهیاتو کې څه ځائیګی  لری ووئيل؛؛ په دینونو کې موعود پالنه یو شان معنا لري ،یعنی په آځرالزمان کې  یو الهي کس ظهور کوي او  دعدل او انصاف په قایمولو  سره ، پر نړۍ سوله او امنیت واکمنوي، دا موضوع د یهودیت ، مسیحیّت، اسلام زرتشت او حتی د بودیزم په څير غیر الهي دینونو په متنونو کې هم   ذکر شوې ده. نو ددغو دینونو پیروکار  د ظهور انتظار کوي او  د موعود پالنې  او په ژغورونکی باندې  اعتقاد  په موضوع کې د دینونو ترمینځ ځیني مشترکات شته دي.

په اسلام او نورو دینونو کې د دنیا دژغورونکي  د مفهوم اساسی شباهتونه 

شاغلي رفیعي  ددې په ځواب کې  چې په اسلام او نورو دینونو کې  د زمانې د ژغورونکي  دمفهوم  اساسی شباهتونه څه دي ووئيل؛  داسلام او نورو دینونو ترمینځ  د زمانې د ژغورونکي په مفهوم کې درې اساسی شباهتونه شته دي چې لومړي ئې ،  د ژغورونکي کس  په الهي شونې  اعتقاد دی ،یعني  دخداوندمتعال له خوا خوښ شوی دی او  د خلکو په لور به راځي . دوهم شباهت ،  په آخر الزمان کې په ظهور اعتقاد  دی او دریم ترټولو وروستۍ مشترک شبهات ، د زمانې د ژغورونکي په لاس  دنړیوالو حکومت جوړیدا ده ،التبه  په بودیزم مکتب کې  چې یو غیر الهي دین دی ،دا اعتقاد شته چې ؛میتریا؛  چې  په دغه مکتب کې د ژغورونکي  نامه ده،  حکومت په لاس کې اخلي  څو په درستې کې ؛نیروانا؛ چې هماغه آرامښت او سوله ده ، ټينګه کړي.

 هغه په دوام کې ووئيل، په اسلام کې د زمانې ژغورونکی  حضرت مهدي(عج) دی چې د رسول الله بزرګوار(ص) د لور حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها له نسله دی ، خو په نورو دینونو کې لکه یهودیت  د  ژغورونکی نامه ماشیخ او د مسیحیانو په دین کې  مسیحا نومیږي،حضرت مسیح(ع)  په مسیحیّت دین کې د ژغورونکي په عنوان سره یاد شوی او  ددغه دین د الهیاتو په اساس،  هغه  مهال چې  هغه بزرګوار په صلیب وځړول شو ،او ووژل شو،نو دیرش ورځې وروسته ژوندی شو او  د خداي تعالی  وآخوا ته لاړ څو په آخر الزمان کې ظهور وکړي همداراز  د زرتشت په مکتب کې  د زمانې د ژغورونکي نامه  او د بودیزم په دین کې  ئې نامه پنځم بودا یا میتریا نومیږي.

د مهدویت مسئلې ته د اهل سنت اهتمام!

ججةالاسلام رفیعي  ددې په ځواب کې چې د مهدویّت په موضوع کې د شیعه اوسني ترټولو مهم اعتقادي توپيرونه څه دي ووئيل؛ د مهدویّت دلیدتوګې اصل، د حضرت مهمدي عج غیبت شونه ، په آخر الزمان کې د هغه بزرګوار ظهور او په نړۍ کې د عدالت د حکومت جوړول، د حضرت عیسی ظهور  او د امام الزمان(ع) په امامت کې  دهغه لمونځ قایمول ددرستو اسلامی فرقو حتی د وهابیت د ګډو اعتقاداتو برخه دی ،که څه هم ځیني اهل سنت او وهابیان مهدویّت  په شیعه  مکتب کې خلاصه کوي،چې دا موضوع د اسلامی متنونو په باب د دوي  له ناپوهئ سره اړوندیږي.

 هغه په دوام کې ووئيل؛  په ۱۹۷۶ کال کې  په عربستان کې د اهل سنت په یوې فقهي ټولنې کې  په پرله پسې  د مهدویت   د احادیثو فتوا ورکړه او ټينګار ئې وکړ،  د مهدویّت په باب د اهل تسنن او اهل تشیع ټول حدیثونه د اسلام له پیغمبر څخه دي دی او انکار ورڅخه نشي کیدلی. همداراز په مدینې پوهنتون کې  د شیخ عبدالمحسن په نامې سره یو وهابی عالم  د مهدویت په باب یوه مفصله وینا کړې چې  د    «عقیدﺓ اهل‌السنه و الاثر فی المهدی منتظر»  په نامې سره د یوې جامعې مقالې په آخر کې  چاپ شوې ده.

https://qom.iqna.ir/fa/news/4266153

captcha