IQNA

د الجزایر جامع جومات؛د رمضانیه قرآني کړیو کوربه

12:21 - February 17, 2025
د خبر لمبر: 3490650
ایکنا -  دالجزایر جامع جومات تولیّت یا منجوّر په دغه جومات کې د روژې دمبارکې میاشتې  د  حفظ او تجوید  په ځانګړو کړیو کې  د نامو د لیکلو د بهیر د پیلیدا خبر ورکړ.

ایکنانیوز د   له قوله راپورراکړ، د الجزایر د جامعې جومات منجوّر په یوې اعلامیې کې  ووئيل  چې  د الجزایر د جامع جومات  د پرانیستې د کلیزې   له  لومړنیو دستورو سره په یووخت  په دغه جومات کې  د روژې دمبارکې میاشتې  د قرآن د  حفظ او تجوید  په کړیو کې  د نامو لیکل پيل شوي دي.

دغه جومات  د قرآن کریم د حفظ او ترتیل له پروګرامونو سره له لیوالو څخه له جمعو ورځو پرته  د اونۍ په نورو شپو ورځو کې  له متوالیانو سره  نامې ثبت  او د د جوماتونو  امامان او مبلغان دې په دغو کړیو کې نامې ولیکي.

 په دغو قراني زده کونکو غونډو کې لومړنۍ نامو لیکل  د فرورۍ له پنځلسمې نیټې پيل شوي دي  او د فرورئ تر ۲۸ نیټې پورې  دوام لري او ښاغلي چې د هر عمرلرونکي  وي،  د مازدیګر له لمانځه وروسته  د ښاغلو په مصلی یا عیدګاه کې او د  آغلې هم  د  مازدیګر له لمانځه وروسته  د  آغلو په عیدګاه کې  په دغو قرآنی غونډو کې  نامې ثبتولی شي.

د وئيلو ده ،د الجزایر جامع جومات  د دارالقرآن (اسلامی علومو) یوه  عالی مدرسه چې یو زر پنځه سوه  کسانو ظرفیّت لري او د الجزایري او غیر  الجزایري قرآن زده کونکي   د اسلامی علومو   په دورو کې  له  واریدیدو وروسته  ددغه دارالقرآن  په کلاسونو کې ګډون کولی شي.

دغه جومات د الجزایر د ولسمشر عبدالمجید تبون په وسیله او د  اسلامی نړۍ د عالمانو او شیخانو په شتون سره  د تیر کال د فرورئ په ۱۳ نیټه  افتتاح  شوی دی.

ددغه جومات منجوّر  شیخ محمد المامون القاسمي  د جومات د تاسیس  دلومړنۍ کلیزې په مناسبت ووئيل،  دغه جومات  په ماډرن پړاؤ کې یوه ترټولو لویه اسلامی ودانۍ  ده ، او نه یوازې  د اسلامی ښکلاؤ او کاڼو څخه جوړه  ودانۍ ده؛بلکې  د دین او هویّت په لاره کې  د هڅانده ټاټوبي  یوه بیلګه  حسابیږي.

هغه دغه راز ووئيل؛ دغه جومات د الجزایر د خپلواکۍ او ثبات نتیجه ده او  د الجزایر  ملی وحدت او د ملت هویّت ته ئې   چې  په اسلام کې ریښه لري،ځاي ورکړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4266485

captcha