IQNA

د نیویارک پوهنتون د پروفیسور په کتاب کې د سعودي تاریخ مینځ ته یو سپړونکی سفر

10:08 - February 18, 2025
د خبر لمبر: 3490656
ایکنا – د ؛عربستان ټاپو وزمه او عربان ؛ نومې کتاب کې  رابرټ هویلنډ د عربستان ټاپو وزمه او عربان؛ د برنزو له زمانې د اسلام تر ظهوره ؛نومې کتاب مصنف رابرټ هویلنډ  پخپل دغه تصنیف کې هڅه کړې ده  د تاریخي باؤري سرچینو څخه په استفادې سره ، د اسلام له ظهوره په مخکې پړاؤ کې  دعربستان د ټاپو وزمې  د سیاسی ،اجتماعي ؤ، اقتصادي او کلتوري ځانګړنو یو جامع انځور وړاندې کړي.

ایکنانیوز راپور راکړی، د عربستان او دعربانو د تاریخ په باب  هرکال په لویدیځ کې بې شمیره کتابونه خپریږي چې  د هغو زیاترو تمرکز  له اسلام څخه پر مخکې پړاؤ دی. په عین حال کې د عربستان په ټاپو وزمې کې  د اسلام  د ظهور دتاریخي زمینې پيژندګلوي  او ددغې سیمې له اسلامي ظهوره  د مخکې پراؤ  د مخینې پيژندګلوي  ډير زیات اهمیّت لري. 

 د تاریخ په اوږدو کې د عربستان د ټاپو وزمې او په دغې سیمې د اوسیدونکو ترټولو څرګنده  ځلا، په اومې میلادي پيړئ کې  د اسلام ددین ظهور  او په نزدې او لیرې ټاټوبو کې  دهغه دودیدا ده . له همدې امله  د اسلام د پيغمبر(ص) پر ژوند او د قرآن د نزول، د مسلمانانو د فتوحاتو او  دغه نوي دین ته د مخلتفو  قومونوو اوقبیلو ګروهمنیدا  ددغې سیمې د تاریخي پړاؤنو په  ډيرو سپړنو کې  ډير زیات ډول ډول انعکاسونه درلودلي دي او البته  له بل پلوه ،  پخپله دا چاره سبب شوې ده چې ډير زیات توجهات  له اسلامه په مخکې پړاؤ کې  ددغه ټاټوبي پخوانۍ مخینې ته واوړي.

معرفی کتاب هویلند

 د مینځيني ختیځ  د ۵۷ کلن تاریخ   متخصص او  مورَخ  رابرټ جی هویلنډ((Robert G. Hoyland)  په دې زمینې کې یو مشهور او غوره  څيړاند او سپړونکی دی.

د هویلنډ ترټولو مشهور پوهنتوني اثرد ؛ نورو له نظره اسلام (Seeing Islam as Others Saw It) نومې کتاب د اسلام لومړني تاریخ لیکنې په زمینې کې یو مهم اثر دی چې له هغه مهاله د غیر مسلمانو دعیني شاهدانو د راپورونو ارزول دي.هویلنډ  همداراز د ؛خدای لار؛ دعربانو فتوحات او د یوې اسلامی امپراتورۍ رامینځة کیدا ( ۲۰۱۴ (God's Path: The  ،Arab Conquests and the Creation of an Islamic Empire) نومې کتاب کې  د مسلمانانو د لومړنیو فتوحاتو په باب دودیز نظر ترپوښتنې لاندې راوستی دی.

په همداوروستیو کې  د هغه د ؛ عربستان ټاپو وزمه او عربان  او  د برنز له پړاوه د اسلام تر ظهوره؛ نومې بل کتاب  د چشمه خپروندوئې له خوا د علی مهدوي پور په ژباړې سره خپور شوی دی. دغه کتاب  د  (Arabia and the Arabs: From the Bronze Age to the Coming of Islam (Peoples of the Ancient World))      نومې کتاب ترجمه ده چې د راتلج خپروندوي له خوا په ۲۰۰۱ کال کې ئې لومړنی چاپ  خپور شوی دی.

هویلنډ  د قرآن،روایتونو یا  داسلامی پړاؤ د تفسیر د کتابونو او له اسلامه  دمخکې شعرونو او کتبیبو پشمول  تاریخي مکتوبو داستانونو په څير په معتبرو او باؤری سندونو باندې په استناد  باندې په تکیې سره د برنز  له پړاوه ، د اسلام  تر ظهور پورې  د عربا قوم پر حال او احوال سپړنه کړې ده. 

معرفی کتاب هویلند

https://iqna.ir/fa/news/4260850

captcha