ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د اسلامي انقلاب رهبر امام خامنه يي پرون دوشنبه د ۱۳۵۶ کال د سلواغې په ۲۹مه نېټه د شاهنشاهي رژیم پر ضد د تبریز خلکو د ستر قیام د کلیزې په مناسبت، د دې ښار له زرګونه کسانو سره په لیدنه کې، زیاته کړه: دوی نه شي کولای دا واقعیت وزغمي چې د ایران ملت پر خپلو پښو باندې په درېدو او د دوی پر ظلم او تیري باندې په اعتراض سره، داسې یو حکومت جوړ کړی چې د ۴۶ کلونو په تېرېدو سره، ورځ تربلې پیاوړی شوی دی.
حضرت آیت ا... خامنه يي، د ځان لپاره د ایران د ملت له خوا د دښمن جوړولو ځینې تحلیلونه دروغ وبلل او وویل: د امریکا د ظالمو سیاسي دستګاوو دښمني، د «مرګ پر امریکا» د ویلو له امله نه ده، بلکې په دې حقیقت کې رېښه لري چې ایران د خلکو په همت او قربانیو سره توانېدلی چې د استعمارګرانو له جال او لومې څخه ووځي او د هغوی تر تسلط لاندې رانه شي.
د اسلامي انقلاب رهبر، له سختو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ايران د دفاعي توان کچه لوړه وبلله او وویل: زموږ دوستان او دښمنان هم په دې حقيقت پوهېږي او ملت هم په دې لحاظ د امنیت احساس کوي، نو نن سبا زموږ ستونزه د دښمن هارډويري ګواښ نه دی، بلکې سافټ ویري ګواښ دی.
د اسلامي انقلاب رهبر، د سافټ ویري ګواښ معنا، د عامه افکارو ګډوډول، د اسلامي انقلاب په محاکمو او د دښمن پر وړاندې د استقامت په ضرورت کې د اختلاف او د شک پیدا کول وبلله او وویل: بدغواړي دې پایلې ته رسېدلي چې د ایران د ملت د ماتې او له خپلو ځواکمنو دریځونو څخه د اسلامي جمهوریت د شاته کولو لاره، د سافټ ویري ګواښونو په کار اچول دي، چې البته تر نن ورځې پورې بریالي نه وو او نه دې توانېدلي په خپلو وسوسو سره، د ایران ملت له خپل عزم او حرکت څخه منعه کړي.
هغوی د سلواغې د ۲۲مې نېټې ستر لاریون، د سافټویري ګواښونو د نه کارندوالي ښکاره نښه وبلله او زیاته یې کړه: د انقلاب له بریالیتوب څخه ۴۶کاله وروسته د خلکو پراخ حضور، په نړۍ کې یو بې سارې کار دی او خلکو وښودله چې ستونزې او مشروع حقونه چې لري، له انقلاب څخه د دفاع لپاره د دوی د راتګ مخه نه نیسي.
امام خامنه يي، د دښمن له چلونو سره د مقابلې پر دوام باندې په ټینګار سره وویل: د تبلیغاتو، ښوونیزو او رسنیزو ادارو چارواکي، د بیان او قلم خاوندان، پوهان او هنرمندان او په مجازي فضا کې فعال ځوانان، په افکارو کې د نفوذ کولو لپاره د دښمن د پام وړ برخې وپېژني او د محتوا په تولید او فکر سره د هغه مخنیوی وکړي.
هغوی په اوسني شرایطو کې هارډویري دفاع، د سافټویري دفاع په پرتله مهمه وبلله او د دې اهمیت د علت په بیان سره یې وویل: په هارډویري دفاع کې نېمګړتیاوې، په سافټویري دفاع سره د جبران وړ دي، لکه څنګه چې څو ځله دا کار ترسره شوی دی، مګر سافټویري ستونزې په هارډویري وسیلو سره نشي حل کېدی.
د اسلامی انقلاب رهبر، د انقلاب له مفاهیمو او ځانګړنو او د حضرت امام خمیني (ره) له بیاناتو سره د آشنا کېدو لپاره، ځوانانو ته د سافټ ویري دفاع پیاوړي کولو سپارښتنه وکړه او زیاته یې کړه: زموږ انقلاب په رښتینې معنا، له تیارو سره د رڼا او له باطل سره د حق مبارزه ده او موخه یې د ایران د ملت لوړتیا او د هغوی راتلونکي ته عظمت ورکول او د ملي هویت څرګندول ده.
هغوی د انقلاب د موخو د تحقق په لاره کې پرمختګ ته په اشارې سره زیاته کړه: البته موږ په بشپړ ډول د انقلاب موخې ترلاسه کړي نه دي او د عدالت په برخه کې، د ټولنيزو تشو او ځينو نورو مسايلو په حلولو کې ځینې سختۍ لرو، چې باید په زياتو هلو ځلو سره وروسته پاتی جبران کړو، خو انقلاب توانېدلی چې د سيمې او حتی له سيمې څخه بهر د ولسونو لپاره د يوه ستر او هيله بخښونکي بنسټ په توګه خپل خپلواک هويت وساتي او د نړۍ د مستکبرانو او استعمارګرو او د ظالمو او جنایتکارو عناصرو د قهر او غصې لامل هم، په درېدو او مقاومت کې د اسلامي جمهوريت وړتیاوې او هغوی ته د خپل سخت ګوزار ښودل دي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i 157402-