IQNA

د قزوین په کوربتوب؛

دتقلیدی قرائتونو په دوهمې جشنوارې کې د قرآن د ۵۰ قاریانو سیالي

10:59 - February 19, 2025
د خبر لمبر: 3490663
ایکنا –د ایران د قزوین د خیریه چارو او اوقافو عمومی مدیر ددې  خپرې په کولو سره چې د تقلیدي قرائتونو دوهمه جشنواره  د کب د میاشتې تر شپږمې نیټې پورې په همدغه ولایت کې دوام ومومي ، ووئيل؛ په دغې جشنوارې کې د درست هیواد څخه ۵۰ ځوانان او زلمیان  په تقلیدي تلاؤت سره  سیالۍ کوي.

د ایران د قزوین ولایت خیریه چارو او د اوقافو د ادارې عمومی  مدیر حجةالاسلام  سید مصطفی مجیدي ایکنانیوز سره په خبرو کې  دتقلیدي  قرائتونو د جشنوارې دترسره کیدا په باب ووئيل؛  د تقلیدي قرائتونو د تلاؤتونو دوهمې جشنوارې نهائي مرحله  به د روان کال د کب دمیاشتې ترشپږمې نیټې پورې  د قزوین ښار په کوربتوب او په امامزاده حسین(ع) مقدس آستان کې ترسره شي.

هغه په دوام کې ووئيل، د تقلیدي تلاؤت د دوهمې جشنوارې پرانیستونکي  دستورې  به د کب د میاشتې په دریمه جمعې ورځې ترسره شي، چې له نهو کلونو تر دیارلسو کلونو پورې او له دیارلسو کلونو تر شپاړسو کلونو پورې او دغه راز له شپاړسو کلونو تر شلو کلونو پورې  زلمیان او ځوانان به د سیالیو ددغه پړاؤ نهائي مرحلې ته  له لاره موندونکو  څخه ۵۰  کسان  سره سیالي وکړي.

د قزوین ولایت د اوقافو او خیریه چارو  د ادارې عمومی مدیر دغه راز ووئيل؛ په تیرو درو میاشتو کې چې  په انټرنیټي فضا کې  دتقلیدي تلاؤتونو  بلن لیک  خپور شوی دی،د قرآن له قرائت سره  لیوالو څه د پاسه درو زرو زلمیانو او ځوانانو  خپل آثار  لیږدولي دی ؛قاضیانو هم د ارزونې له درو مرحلو وروسته  دنهائي ګډون کونکو په توګه  له هلکانو ۵۰کسان ټاکلي او  د هغوي نامې ئې اعلان کړي دي چې د کب د میاشتې له دریمې نیټې څخه به ًپه قزوین کې ددوي کوربه وو.

مجیدی  دخپلو خبرو په پاي کې ووئيل؛ په همدې لړ کې  ۲۲ قرآني محفلونو د اجرا پلانونه  شوې ده چې د کب د میاشتې له لومړۍ یعني له ننه تر   اومې نیټې پورې  به  دوام ولري څو د سیالیو ددغه پړاؤ  ولوله او عظمت  لازیات شي. د امامزاده حسین(ع) په مقدس آستان کې د قرآنی او کلتوري محصولاتو د وړاندې کونکي نندارتونو ترسره کیدا هم دتقلیدي تلاؤتونو د جشنوارې یو بل پروګرام دی.

https://qazvin.iqna.ir/fa/news/4266664

captcha