اکینانیوز د جیئو ټي وي له قوله راپور راکړ، د پاکستان د بلوچستان صوبې په یوې دښتې کې د یوه بس اوه مسافران چې له کویټه د پنجاب صوبې فیصل آباد ته روان ؤ له ګاډي کوز کړل او په بوږنونکي ډول ئې ووژل.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بلوچستان صوبې کې پر مسافری بس باندې دترهه ګرو عناصرو دغه سپيره حمله په سخته محکومه کړه او د هغو ترهه ګرو د فوري پيژندنې او دسختې سزا کولو غوښته ئې وکړه. هغه زیاته کړې ده چې د بلوچستان حکومت او امنیتی ځواک په فعاله ډول له هیواده د تاؤتریخوالي د ریښو د وچولولپاره هڅه کوي.
ترهه ګرو پرون سهار وختي د پاکستان د ختیځي پنجاب فیصل آباد په لور یو تلونکي مسافري بس باندې په حملې سره اوه مسافران له بسه کوز کړل او په ډزو ئې په ټکه ووژل.
یرغلګر د جنایت له ترسره کولو وروسته د پيښې له ځایه وتښتیدل.تر وروستیو پورې ددغې حملې پړه هیچا په غاړه نه ده اخستې.که څه هم احتمال ئې کیږي،چې د بلوچستان بیلتون غواړي چې بر مسافري ګاډو ئې دغه شان حملې کړي دي، ددغې حملې عاملان وي.
ددغې حملې یو عینی شاهد ذیشان مصطفی چې له خپل ورور سره ئې ملتان ته سفر کاوه ، رسنیو ته وئيلي دي، چې کابو ۱۲ وسلوالو کسانو بس ودراوه او د مسافرانو هویتی یا شناختي کارډونه ارزول.
هغه زیاته کړې ده ، دوی د زما د وړوکي ورور عدنان مصطفی پشمول اوه مسافران له ګاډي کوز کړل او دمونږ په وړاندې ئې په ډزو په ټکه ووژل.
سږکال لړم یا عقرب په میاشتې کې هم د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمې کې د امنیتي ځواک پر ګاډي حمله وشوه او په هغې حملې کې هم د څو زده کونکو پشمول اوه کسان وژل شوي وو.
بلوچستان صوبه چې دمعدنی سرچینو څخه بډایتوب او پراختیا له پلوه د پاکستان ترټولو ستره صوبه ده ، مودې کیږي چې د بلوچ آزادي غواړي پوځ (بی ایل اې ) په شان دبیلتون غواړو ډلو ټپلو او دغه راز د افراطپالو ډلو په بې رحمه یرغلونو سره مخ ده چې د اسلام اباد حکومت، د ځاي آبادۍ ته په بې پامئ او د پنجاب صوبې دپراختیا لپاره ددغې صوبې له طبیعي سرچینو څخه په ناسمې استفادې تورنوي.
https://iqna.ir/fa/news/4267052