IQNA

په رمضان المبارک میاشت کې نورو هیوادونو ته د مصر د ۱۰قاریانو او مبلغانو لیږل

10:10 - February 22, 2025
د خبر لمبر: 3490674
ایکنا – د مصر د اوقافو وزارت د روژې په مبارکې میاشتې کې د شپو د ژوندي کولو لپاره  له دغه هیواده بهر ته د لسو مصري مبلغانو او قاریانو د لیږلو خبر ورکړ.

ایکنانیوز د صدی البلد له قوله راپور راکړ،د مصر د اوقافو د چارو وزیر اسامه الازهري د ۲۰۲۵ کال د روژې دمبارکې میاشتې  د شپو د احیاء لپآره د نړۍ یو شمیر هیوادونو ته د مصر د یوشمیر قاریانو او د جومات د امامانو له لیږلو سره خپل موافقت اعلان کړ.

د هغو لسو قاریانو او د جماعت د امامانو نامې  چې  ددغه مقصد لپاره ټاکل شوي دي، هم اعلان شوي دي چې په هغو کې ؛

۱ ـ شیخ نورالدین محمد عبدالوارث،  د امریکا په سټمفورډ کې  د الهدایه جومات ،

۲ ـ  د امریکا د ماساچوشت د کیپ کاډ د جمیعت اسلامی شیخ عبدالله عمر عبدالقادر البلتاجی،

۳ ـ شیخ محمد وحید محمود مرداش، د امریکا د نیویارک  د ملویل اسلامی مرکز،

۴ ـ شیخ ابراهیم جمال ابراهیم سلیمان، مرکز صلح اسلامی، ویرجینیا، آمریکا

۵ ـ شیخ خالد ابراهیم محمد ابراهیم، مرکز الهجره، مونترال، کینیډا

۶ ـ شیخ احمد اسماعیل السید احمد منصور، مسجد توبه، اسلو، ناروې

۷ ـ شیخ محمد السید ابراهیم نصار، د آسټریا د فجر تعلیمي  کلتوري مرذکز ،

۸ ـ شیخ سید محمد صبحی حبلص، مسجد «خانه اسلامی» آسټریلیا سیډني

۹ ـ شیخ احمد نورالدین محمد عبدالجلیل، مسجد الرحمه، ویلوربن(ویلوربان)، فرانسه او دغه راز

۱۰ ـ شیخ محمد اسماعیل نورالدین عطیه، مسجد«چیبنتس»، اسمولان بلغاریه شامل دي.

د مصر اوقافو وزارت  د مصري  قاریانو او د جماعت د امامانو لپاره د خپل تبلیغي رسالت په ترسره کولو کې د  بریالیتوب هیله وکړه.

د مصر  اوقافو وزارت  هرکال د روژې د مبارکې میاشتې په شپو ورځو کې په مختلفو هیوادونو کې د تبلیغي پروګرام او تلاؤتونو د اجرا لپاره د مصر مبلغان او قاریان دغو هیوادونو ته  لیږدوي. او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په رمضانیه محفلونو کې  دم صر د قاریانو دتلاؤنونو ډير تود هرکلی کیږي.

 له مصر څخه بهر ته د لیږلو لپاره غوښتونکي باید د قاریانو په اتحادئې کې د غړیتونو یا په ریډیو او ټيلیویژن کې د شتون او د اقامت د مدرکونو او دغه راز د کتبی اوشفاهي امتحانونو د بریالیتوب دمدرکونو او ورسره د ښه چلند باندې مشتملو مدرکونو د وړاندې کولو په څير ځيني عمومی شرایط  ولرل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4267099

captcha