هغه د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۶مې کلیزې په مناسبت د سلواغې د ۲۲مې لاریون په اړه وویل، په اروپا او حتی امریکا کې د صهیونیستانو پر ضد لاریونونه د فلسطین د خلکو لپاره د نړۍ د عامه افکارو په ملاتړ کې د پام وړ زیاتوالی ښيي.
د ایران اسلامي انقلاب رهبر همدارنګه ټینګار وکړ چې د ستونزو یوازینۍ حل لاره د اسلامي انقلاب د اصولو پیروي ده.
هغه وويل چې د ټولو ستونزو حل په خدای باور کول، د اسلامی انقلاب اصولو ته غاړه ایښودل، او د خلکو غوښتنو او په هیواد کې د ښو قوانینو تعقیب کول دي.
پارس ټوډی د ایران د رهبر د دفتر د اطلاعاتي ویب پآنې په حواله لیکلي: د اطلاعاتو وزارت واقعاً انقلاب ته ژمن دی، څرنګه چې د دغه وزارت له پخوا څخه انقلابي پاتې شوی، نوي ځواکونه یې هم د اسلامی انقلاب په لار روان دي، چې دا یو لوی نعمت دی.
هغه د اطلاعاتي ادارو ترمنځ په ټولو برخو کې په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او اطلاعاتي ټولنو لپاره یې د اخلاقي او معنوي مسایلو ته ځانګړې پاملرنه مهمه او اړینه وبلله.
په دې کتنه کې د ایران د اطلاعاتو وزیر حجتالاسلام والمسلمین خطیب، د دې وزارت د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه راپور وړاندې کړ چې د امنیتي ګواښونو خنثی کول او د دښمن د جاسوسي خدماتو ته ضربې ورکول پکې شامل وو.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157556