IQNA

د روژې د مبارکې میاشتې د هرکلي لپاره د مصر د جوماتونو د دوړو د پاکولوکمپاین پیل شوی

10:21 - February 24, 2025
د خبر لمبر: 3490688
ایکنا – د مصر د اوقافو وزارت  دیوه ځانمګړي کمپاین په شروع کولو سره ،د روژې د مبارکې میاشتې د هرکلي په خاطر د دغه هیواد درستو جوماتونو د دوړو د پاکولو او د صفائۍ ترسره کول پیل کړي دي.

ایکنانیوز د صدای البلد له قوله راپور راکړی، دغه کمپاین د مصر د اوقافو د وزیر اسامه الازهري په څارنې سره اجرا شوی او موخه ئې د روژې په مبارکې میاشتې شپو ورځو کې  د لمونځ ګوزارو دهرکلی او په دغه پاکې میاشتې کې د دوي د آسانتیاؤ لپاهر د مناسبې فضا د برابرولو لپآره  دجوماتونو تیارول دي.

د جوماتونو د دوړو د پاکولو  د کمپاین په چوکاټ کې په مختلفو ولایتونو کې د جوماتونو له بشپړ تعمیر، پراختیا، او صفائیو سره اړونده کارونه ترسره  کیږي او دغه کمپاین  د رمضان المبارک میاشت لپاره د مصر داوقافو وزارت د چمتووالی په لړ کې اجرا شوی دی.

د مصر د مختلفو ولایتونو د اوقافو ادارو په دغه کمپاین کې فعال ګډون درلودلی او په دې کې ئې د جوماتونو د پاکولو، د قالینو او فرشونو د برابرولو  او دنورو بلبونو او لامپونو او ښکلا برابرولو کارونه ترسره کړي څو د روژې دمبارکې میاشتې د هرکلی لپاره یوه معنوی فضا تیاره اوبرابره شي.

د جوماتونو  مسئولانو او پخپلې خوښې وګړو،  هم د مصر دجوماتونو د دوړو  د پاکولو او صفائۍ په کمپاین کې  ملګرتیا کړی چې ددغه هیواد په ټولنې کې ډ ډله ایز مشارکت او ملګرتیا د روحیې د پياوړتیا ښودنه کوي. 

د مصر اوقافو وزارت همداراز وئیلي دي،د جوماتونو د  صفائۍ او پراختیا لپاره به  له روژې میاشتې وروسته هم ددغه وزارت هڅې دوام ولري څو لمونځ ګوزار په ټول کې کال کې په یوې معنوي او امن او باثباته فضا کې عبادتونه ترسره کړي.

دغه وزارت همداراز  له ټولو لمونځ ګوزارو غوښتي دي چې د خدای د کور د پاک ساتلو کې دې هڅه وکړي او د روژې دمبارکې میاشتې په پروګرامونو کې دې فعال ګډون ولري،څو جوماتونه هماغه راز دایمان ، آرامښت زمینه او د هدایت څیراغ باقي پاتې شي.

https://iqna.ir/fa/news/4267594

captcha