IQNA

د قرآن د دوه دیرشم نړیوال نندارتون جزیات بیانیږي

11:12 - March 01, 2025
د خبر لمبر: 3490714
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د ۳۲ پړاؤ  ترټولو وروستي جزئیات د ارشاد وزارت د قرآن او عترت د مرستیالۍ د مدیرانو په شتون سره تشریح کیږي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د ۳۲ پړاؤ په باب خبری کنفرانس د دوشنبې سهار یعني د کب دمیاشتې په ۱۳ نیټه د اسلامی ارشاد دوزارت د قرآن او عترت د مرستیالۍ په ځاي کې ترسره کیږي.

په دغې ناستې کې  به چې ددغه وزارت د قرآن او عترت د مرستیالۍ مدیران به پکې شتون ولري، ددغې قرآني پيښې ترټولو وروستي جزئیات تشریح کړي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوال نندارتون ۳۲ پړاؤ د چارشنبې ورځې یعني د کب د میاشتې په پنځلسمه  نیټه چې د روژې د مبارکې میاشتې  له څلورمې نیټې سره برابریږی، د ؛قرآن ، د ژوند لاره ؛ په شعار سره پيلیږي او د همدغې میاشتې تر ۲۶نیټې پورې به د امام خمیني عید ګاه کې دوام ومومي .

ددغه نندارتون د لیدو وخت چې د  کتونکو او مینهوالو لپاره په مختلفو برخو کې په نظر کې نیول شوی ، د مازدیګر له څلورو بجو څخه د شپې مهال تر دولسو بجو پورې  دی.

https://iqna.ir/fa/news/4268414

captcha