IQNA

د پاکستان د حقانیه مدرسې مشر حامدالحق پرون په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو

11:27 - March 01, 2025
د خبر لمبر: 3490716
په پاکستان کې امنیتي چارواکو پرون وویل چې د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې د طالبانو پلوې "دارالعلوم حقانیه" مدرسې کې د ځانمرګي برید له امله د دغې مدرسې مشر مولانا حامد الحق له څلورو نورو کسانو سره وژل شوی او په لسګونه کسان ژوبل شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې، چاودنه د مدرسې په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.

د خېبر پښتونخوا د صوبې د پولیسو مشر ویلي چې د ځانمرګي برید هدف مولانا حامد الحق وو. خپلواکو سرچینو د ټپیانو شمېر تر ۳۰ پورې ښودلی دی.

مولانا حامد الحق د مولانا سیمع الحق مشر زوی دی چې د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی هم پاتې شوی او د خپل پلار له وژل کېدو راپه دېخوا یې د خپل ګوند جمعیت علماء اسلام (س) مشري پر غاړه لرله.

د هغه پلار مولانا سمیع الحق چې "د طالبانو پلار" بلل کېده، په ۲۰۱۸ کال کې په خپل کور کې د چاقو په برید کې ووژل شو.

 داپه داسې حال کې دي چې په داوروستیو  کې په پاکستان کې په تیره بیا په خیبر پختونخواه  او بلوچستان صوبو کې  ترهه ګرئ بیا سر راپورته کړی او داسې کومه ورځ نشته چې یو شمیر خلک د خپلو بچیانو جنازې اوچتې نه کړي.

په عین حال کې  د کورمې ضلعې په بالا کورمې کې له تیرو پنځو میاشتو راهسې ترهه ګرو د ټل پاراچنار یوازینۍ ستره لاره بنده کړې چې د سیمې د خلکو لپاره ئې ډيرې ستونزې راوالاړې کړي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157794

captcha