IQNA

هر یو جومات دې د قرآن د تلاؤت یو محفل ولرل شي

14:48 - March 02, 2025
د خبر لمبر: 3490722
ایکنا- دا جمله چې؛ کاشکې ؛ هر یو جومات د قران کریم د تلاؤت یو محفل ولري؛ د تیر کال د روژې  دمبارکې میاشتې په درشل کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود یوه ترټولو مهمه او اساسی غوښتنه وه.

ایکنانیوز- د ۱۴۴۶قمری کال  د روژې دمبارکې میاشتې  له لومړۍ ورځې سره  او د  اسلامی انقلاب د ستر لارښود په نزد د قرآني فعالانو ،قاریانو او حافظانو په شتون سره د قرآنی محفل له ترسره کیدا سره په یووخت  ایکنانیوز قرآني نړیوال خبری اژآنس  هره ورځ  د رهبرۍ د ستر مقام    په غوښتو سره  هرکال د روژې د میاشتې قرآني محفلونو ته  یوه کتنه کوي.

 د ۱۴۴۵قمری کال د روژې دمبارکې میاشتې په درشل کې اسلامی  انقلاب د ستر لارښودحضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي  د بیاناتو په یوې برخې کې  راغلي دي؛یوه بله مسئله چې غواړم پرې ټينګار وکړم، دا ده چې لکه خبر یاست په هیوادونو کې د قرانی تلاؤت ، او قرآني غونډو او محفلونو  وده واقعا  له صفت کولو ورآخوا ده ،یعني  په ځلونو مو وئيلي دي،  له اسلامی انقلابه مخکې قرآنی محفلونو  و ضع له ننني وضعیّت سره  د شمیر او کیفیّت له پلوه  له مځکې تر آسمانه توپير لري،اوس الحمد الله په زرګونو قرآني محفلونه شته دي ، مختلفې ادارې او اورګانونه له مختلفو اړخونو څخه په قرآنی مسئلو ارزونې کوي. اوقافو اداره یو شان،د تبلیغاتو اداره هم همداشان ، قرآني ځانګړې برخې هم یو شان،انصافا ښه عمل او فعالیتونه کوي؛ په دې کې هیڅ شک نشته،خو زما عقیدا داده چې مونږ تراوسه پورې  کم فعالیتونه کړي،حد ته نه یوو رسیدلي،د حفظ قضیه، د تلاؤت قضیه،له قرآن سره دانس په سر قضیه لا ډیر کار کول غواړي.

کاشکې ، ائ کاش؛  هر یو جومات  د قرآن کریم د تلاؤت یو محفل  ولرل شي. په جومات کې د قرآن یو قاری شتون ولرل شي. البته که هره شپه نه وي ، نو مثلا فرض کړئ ، په اونۍ کې یو ځل ، په اونۍ کې یوه شپه ، په اونۍ کې یو وارې ، دوه وارې  ځوانان په یوه ځای کې غونډ شي، قرآن ولولي،تلاؤت وکړي، په  درست هیواد کې د  قرآني کړیو زیاتیدا هغه په جوماتونو کې وي او که په کورونو کې  هم هغه کسان چې  ورته تیار وي.::::

https://iqna.ir/fa/news/4268990

captcha